د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1517351
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د اکشام ورځپاڼې « د پوتین سره د قره باغ د مسئلې په اړه تیلیفوني خبرې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټيلیفوني خبرو کې د سوریې او لیبیا پر وضعیت او قره باغ په مسئلې خبرې وکړې.

د تقویم ورځپاڼې « د فرانسوي توکو د بایکآټ نه قوي ملاتړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر او چارواکیو لخوا د اسلام دښمنه څرګندونو او بریدونو له امله د فرانسوي توکو د بایکاټ کولو  غږ وکړ. د ولسمشر اردوغان د بایکاټ بلنې نه ملاتړ د هرې شیبې په تیریدو سره مخ په لویدو دی. ددې سره متخصصینو ویلي دي چې د فرانسوي توکو د ځانګړي ګود لمبر د ۳۰ او ۳۷ ترمنځه دی.

د ملیت ورځپاڼې « نړۍ باید شمالي قبرس ترک جمهوریت په رسمیت وپیژني » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت نوي ولسمشر ایرسین تاتار چې د ټاکلو نه وروسته د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو وویل، نړۍواله ټولنه باید د شمالي قبرس ترک جمهوریت شتوالی قبول کړي. هغه وویل دا چې ترکیه په سیمه کې د دوو مساوي حقونو نه خاوند دولتونو په مسئلې ټینګار کوي زمونږ لپاره هم پر ځای پریکړه ده. په نوي بهیر کې سویلي قبرس لوري ته د یو موټي خاورې ورکول هم د بحث وړ مسئله نده.

د حریت ورځپاڼې « د البیرق لخوا دیرې مهم پیغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر د امازون او اپل په ګډون د نړۍ سترو سترو شرکتونو ته په ترکیه کې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل. همداشان یو زیات شمیر نړۍوالو شرکتونو خپل تولیدات په ترکیه کې د پیلولو لپاره نستوڼي بډوهلي دي.

د صباح ورځپاڼې « ۹۷ کلیزه د شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د جمهوریت ۹۷ یمه کلیزه د ترکیې ۸۳ میلیونه تنه په ګډه سره لمانځي. د جمهوریت د لمانځونو په چوکاټ کې به ولسمشر اردوغان په مشرۍ دولتي اراکین د ترکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړي.

همداشان وروسته به مبارکۍ قبولې کړي او د ملي مبارزې نندارتون به هم پرانیزي.



اړوند خبرونه