د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1516601
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د اروپايي مشرانو پر خلاف ډیر سخت غبرګون : په کومه لاره چې روان یاست د هغه پای ستر فلاکت دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د بیشتپې ملت کانګرې او کولتور په مرکز کې جوړ شوي د میلاد النبي د اونۍ د مراسمو په پرانیست وینا کې په اروپايي مشرانو ډيرې سختې نیوکې وکړې. ولسمشر اردوغان د فرانسې  ولسمشر امانویل ماکرون چې پدې وروستیو کې پر اسلام رسمآ بریدونه پیل کړي دي او په جرمني کې په جومات د لسګونو تنو پولیسو لخوا د چاپې له امله د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ته ډیر سخت خبرداری ورکړ. ولسمشر اردوغان نوموړو ته خبرداری ورکړ په کومه لاره چې روان یاست د هغې لارې پای فلاکت دی.

د سټار ورځپاڼې « ترکیې او یونان سمندري خبرداري په متقابله توګه لغوه کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي یونان چې د اکتوبر تر ۲۹ مې او ترکیې د اکتوبر تر ۲۸ مې نیټې اعلان کړي سمندري خبرداري په متقابله توګه لغوه کړل. همداشان ترکیې ددې سره سم په ختیځه مدیترانه او ایژه کې روانې ستونزې د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې  نه یو ځل بیا د ملاتړ او پلوي په خاطر په مدیترانه کې پلان کړي تعلیمي تعرض پروګرام په خاطر اعلان کړی سمندري خبرداری د ښه نیت ښودو په خاطر لغوه کړ.

د خبرترک ورځپاڼې « د مالیې وزیر مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق تیره ورځ اعلان شوو اقتصادي شمیرو په اړه وویل چې دا شمیرې د ترکیې اقتصاد په چټکه توګه د ځان د راټولو او اقتصادي ودې لپاره يي د زمینې د برابرولو زیری ورکوي. هغه وویل چې د اکتوبر په میاشت کې د خدماتو په سکتور کې د باور اندکس ۶ عشاریه ۴ سلنه او په پارګنده تجاري سکتور باندې د باور اندکس یو عشاریه ۷ سلنه لوړ شوی دی. همداشان د ظرفیت د استفادې کچه ۷۴ عشاریه ۹ سلنې ته لوړه شوې ده .

د وطن ورځپاڼې « د وزیر ورانک لخوا د اقتصادي ودې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع  او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې ترکیه د روان کال په وروستۍ ربع کې د قوي اقتصادي ودې سره به روان کال د ډیرو کمو خساراتو ته پایته ورسوي. هغه وویل چې زمونږ بودیجه د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړه شوې ده .

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د ملي موټر د تولیدونکي شرکت لخوا جزیات اعلان شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ځاي او ملي برښنايي موټر تولیدونکي شرکت د دې موټرو د بطرۍ په برخه کې کاریدونکي تکنالوژي په اړه جزیات د ټولنیزې مډیا له لارې خپاره کړل. د ترکیې ځايي موټر بطرۍ په یو ځل چارچ کولو به د ۳۰۰ او ۵۰۰ کیلو متره واټنه نه ډیر کار کوي او په ۳۰ دقیقو کې به ۸۰ سلنه چارچ  وړتیا ولري.



اړوند خبرونه