د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1509359
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې «  ولسمشر اردوغان د پوتین سره ټيلیفوني خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د قره باغ ستونزې لپاره د تل پاتې حل نه ملاتړ کوي.

د خبرترک ورځپانې « علیوف: پرته د ترکیې ددې ستونزې حل ناممکن دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د یوې ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې د ارمنستان سره د روانې جګړې او قره باغ د ستونزې په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. علیوف د قره باغ د ستونزې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ستونزه د ترکیې نه پرته د حل وړ نده. عليوف د قره باغ د ستونزې په حل کې د ترکیې رول حیاتي بولي او د ترکیې پر رول ټینګار وکړ.

د ینې شفق ورځپانې « ولسمشر اردوغان : نوي زیري په لاره کې دي. د خالي په ورځ به يي اعلان کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې وویل ( نوي زیري په لاره کې دي. انشاالله چې د خالي په ورځ به تورې بحیرې ته سفر وکړو او هلته به د موندل شوو ګازو د کوهي او پلټنو د چارو نه د نږدې نه لیدنه وکړو. د نوو زیرمو د موندولو په اړه به وروستي معلومات د هیوادوالو سره شریک کړو.)

د د سټار ورځپاڼې « وزیر ورانک : پدې وروستیو کې تر ټولو ستر اصلاحات  د ولسمشر په مشرۍ ترسره کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل  چې د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ د ایکوسیستم د لا پیاوړي کولو په برخه کې تاریخي ګامونه اوچت شوي دي. پدې وروستیو کې تر ټولو ژور اصلاحات ترسره کړي دي. د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د صنعي سازۍ کمیټه جوړو.

د صباح ورځپاڼې « د غړغړې سره په پنځو دقیقو کې د کووید ۱۹ ازمایښت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکي  ساینسپوهانو یو داسې نوی میتود کشف کړی چې له مخې د کرونا ویروس ازمایښت ۲۰ برابره حساس کړی ، چټک او لا ډاډمند کړی دی.

د یو خصوصي پوهنتون د استادانو لخوا موندل شوی ددې نوي میتود له مخې د کرونا د ازمایښت لپاره د ناروغ د دماغونو نه ستونې نه د نمونې اخیستو پر ځای پر هغوې غړغړه کیږي. ددې غړغړې نه پنځه دقیقې وروسته معلومیږي چې ناروغ کرونا دی او که نه.

 



اړوند خبرونه