د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1507140
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د وطن ورځپاڼې « چاوش اوغلو د خپل روس سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ د خپل روس سیال سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. چاوش اوغلو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاروف نه د اوربند په مسئله کې د ارمنستان حکومت ته د خبرداري ورکولو غوښتنه وکړه.

د صباح ورځپاڼې « د جنګي جنایت ترسره کوونکي  ارمنستان پر خلاف د ترکیې ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  ترکیې د ملي دفاع  وزارت د ارمنستان لخوا په اذربایجان کې پر ملکي وګړو او ملکي میشتو سیمو د پستو بریدونو نه وروسته د ارمنستان پر خلاف ډیر سخت غبرګون په ښودولو سره په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ. ملي دفاع وزارت ویلي دي د جنګي او بشري جنایتونه ترسره کوونکی ارمنستان د اوربند نه سرغړونو ته دوام ورکوي. ارمنستان د اوربند پر مهال هم پر ملکي وګړو او ملکي میشتو سیمو بریدونو ته دوام ورکوي. نړۍواله ټولنه باید د ارمنستان پر خلاف غږ اوچت کړي.

د سټار ورځپاڼې « د دفاع او هوايي صنایعو تر ټولو ډیر صادرات اذربایجان ته کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د دفاعي او هوايي صنایعو سکتور تیره میاشت تر ټولو زیات صادرات اذربایجان ته کړي دي. اذربایجان ته ۷۷ میلیونه او ۱۶۷ زرو ډالرو په ارزښت دې هیواد ته صادرات کړي دي.

د حریت ورځپاڼې « په تیارو جامو او نساجۍ صادرات ودې ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د موټرو د سکتور نه وروسته د صادراتو مهم عنصر تیارې جامې او نساجي صادرات د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو دي. یواځې تیره میاشت د ۱ عشاریه ۸ میلیاردو ډالرو صادرات شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « روسیه ۱ ترکیه ۱ » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې د فوټبال الف ملي لوبډلې د اویفا ملي ب لیګ  د دریمې ډلې په سیالۍ کې د روسیې د فوټبال د ملي لوبډلې سره لوبه وکړه. لوبه یو د یو په مقابل کې مساوي پایته ورسیده. د لوبې په ۲۸ دقیقه کې د روسیې لوبډلې د لومړي ګول سره لوبه په خپله ګټه کړه چې د لوبې په ۶۲ مه دقیقه کې د ترکیې د لوبډلې لخوا رقیبې لوبډلې ته د ګول په ورکولو سره سیالي مساوي کړه .



اړوند خبرونه