د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1505834
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د حریت ورځپاڼې « د اردوغان لخوا د قره باغ پيغام : د ستونرې یواځنې حل لاره  د اشغال پایته رسول دي » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې افریقا د اقتصادي غونډې په پرانیست وینا کې د قره باغ د روانې ستونزې په اړه مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د ارمنستان د لاینحل او یرغلګر دریځ او سیاستونو له امله د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې دا ستونزه په یو ناسور بدله شوې وه . ددې ستونزې یواځنۍ حل لار د اشغال پایته رسول دي.

د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو د خپل یوناني سیال سره مهم تفاهم » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوز دندیاس سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې دواړه وزیرانو د اکتشافی لیدونو په دوام تفاهم وکړ.

صباح  ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د انرژۍ په برخه کې یوه بله ډیر مهمه حمله » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انرژۍ او طبعي زیرمو مرستیال وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چې د علي اغا او هتای ولایت د دورت یول په سیمه کې مو مایع ګازو ذخیره او ګازو د تولید سیستم جوړ کړی وو چې دا دی د ګازو د ذخیرې او تولید دریم ستر مرکز هم جوړو.

انشاالله چې په راتلوونکي کال کې به پدې برخه کې خپل بڼسټونه لا قوي او پياوړي کړو.

د سټار ورځپاڼې « فایننشیل ټایمز : ترکیه په وسلو سمبال ډرون الوتکو کې د امریکا، اسرائیل او چین لپاره په جدي رقیب بدل شوی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې د ترکیې د بې پیلوټه الوتکو د تکنالوژۍ او پرمختګونو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده . په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکل شوي دي چې ترکیه  ډرون الوتکو او په ځانګړې توګه د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په برخه کې د امریکا، چین او اسرائیل لپاره په جدي رقیب بدل شوی دی. د ترکیې د ډرون ټکنالوژۍ صنایعو د قوي پرمختګ سره ترکیه د وسلو په برخه کې د ځان بساینې کچه د پام وړ لوړه کړې او د لویدیځ نه يي خپلواکه کړې ده . همداشان دا تکنالوژي چې په هیواد کې په ملکي افتخاراتو بدل شوې ده ددې هیواد د دفاعي صنایع په برخه کې د شل کلنو هلو ځلو میوه ده.

د ینې شفق ورځپاڼې « په نړۍ کې یواځې د ترکیې د ایلازیغ په ولایت کې تولیدیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې یواځې د ترکیې د ایلازیغ ولایت الاجاقایا په ولسوالۍ کې تولیدونکی او د ښکلي رنګ له امله په نړۍ کې د قوي بازار خاوند د الوبالو مرمر په سر کې امریکا ، جرمني او ایټالیا په ګډون ۴۵ هیوادونو ته صادریږي. د فابریکې د صادراتو مدیر  صالح توفان وویل چې د نړۍ مختلفو هیوادونو ته استولي دا مرمر د نړۍ په ډیرو مهمو پروژو کې کارول شوي  او کارول کیږي. هغه ویلي دي چې د کعبې شریف د صفا مروه په تپو، مسجد الحرام، شاهي ماڼیو او سپینې ماڼۍ په څیر په مهمو ځایونو کې ددې مرمرو نه کار اخیستل شوی دی.



اړوند خبرونه