د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1502806
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « پ ک ک / وای پ جي ترهګر باید هر څه ژر د قره باغ نه ووځي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ارمني ترهګرو سره همکاري کوونکي د پ ک ک او پ وای جي  ترهګرو ته  هر څه ژر د ارمنستان تر اشغال لاندې د اذربایجان د خاورې قره باغ نه د وتو خبرداری ورکړ. د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې « د معصومو او بې ګناه انسانانو د قاتلینو ارمني ترهګرو سره همکاري کوونکي د پ ک ک او واي پ جي ترهګر باید هر څه ژر د قره باغ د سیمې نه خارج شي؟»

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې او یونان ترمنځه غونډه وځنډیده » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې او یونان ترمنځه نن د ناټو په قرارګاه کې پلان شوې تخنیکي غونډه د دواړو هیوادونو د ګډو پریکړو له مخې راتلوونکو ورځو ته وځنډول شوه. د ویلو ده چې نوموړې غونډه په ختیځه مدیترانه کې پوځي عناصر په امن کې د دندې ترسره کولو په مسئلې د غور لپاره پلان شوې . غونډه د تخنیکي  مسئلو له امله راتلونکو ورځو ته وځنډول شوه.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د فرانسې پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا د دسمبر په ۹ مه نيټه وزیرانو شورا ته وړاندې کوونکي د بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د مبارزې قانون د مسودې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي « زمونږ مبارک او مقدس دین چې د سولې په معنا دی د روڼد اندۍ په بهانه  په ناسمه توګه بیان او تحریفول د چا حد ندی. فرانسه چې د اسلام مبارک دین تش په نامه د روڼد اندۍ په بهانه د اروپا اسلام او فرانسې اسلام په څیر د تعبیرونو په راویستو سره غواړي کډوالې ټولنې دسپلین لاندې ونیسي په اصل کې د انساني  او حقوقي قوانینو نه سرغړونه کوي. »

د ینې شفق ورځپاڼې « د دیاربکر نه ایټالیا ته صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دیاربکر  ولایت نه وطني او پرته د هر ډول کیميايي موادو تولید شوي  رومي بانجان د وچولو نه وروسته ایټالیا ته صادریږي. د دیاربکر ولایت رومي  بانجان او وچ رومي د ایټالیا د پخلنځي د مهمو توکو نه یو دي. د ویلو ده چې په ایټالیا کې د دیاربکر د وچو روميانو نه په ځانګړې توګه د پيزا او سپاګتي د خوړو په پخولو کې کارول کیږي.

د سټار ورځپاڼې « په فرانسه کې د ترک لوبغاړو ستر بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې د فوټبال  د لومړي لیګ د شپږمې اونۍ په مبارزه کې د لیل لوبډلې د ستراسبورګ لوبډلې ته په خپل کور کې ۳ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه. پدې لوبه کې ترک فوټبالران بوراک یلمز او ذکي چیلک ډیر ستر بری وښود. دواړو لوبغاړو پدې لوبه کې رقیب لوبډلې ته یو یو ګول ورکړ. د لیل لوبډلې پدې لیګ کې د ۶ لوبو نه  د څلورو په ګټولو سره ۱۴ لمبرې ترلاسه کولو سره په خپله ډله کې لیډر ده.



اړوند خبرونه