د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1501473
د ترکیې د ورځپانو سرټکي


د ینې شفق ورځپاڼې ( د تل پاتې سولې یواځې لار ارمنستان د اشغال کړو سیمو نه وتل دي ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د ملي شورا د ۲۷ مې کاري دورې د څلورم تقنیني  کال د پرانیستو مراسمو کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.د ترکیې په توګه  مونږ  د یو ملت او دوو دولتونو د مفکورې د اذربایجاني ورورنو نه د خپل ټولو امکاناتو  او صمیمیت  سره هر ډول مرستې ته چمتو یو.
پدې سیمه کې د تل پاتې سولې لار ارمنستان د اشغال کړې خاورې نه هر څه ژر د وتو  نه تیره شوې ده . 
هغه زیاته کړه چې ارمنستان حکومت هر څه یو پلو ته پریښي دي او په ټینګار سره پر ترکیې تورونو لګولو ته دوام ورکوي. خو  دا ډول بې ځایه اقدامات ارمنستان خلاصولې نشي.
ددې ترهګري دولت نه ملاتړ کوونکو  ته خبرداری ورکوو چې ددوی نه به هم د بشریت د ګډ وجدان په مخکې پوښتنه وشي.
د حریت ورځپاڼې ( ملي شورا ته رابلل شوی یواځنی میلمه  ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا د ۲۷ مې دورې د څلورم تقنیني کال د پرانیستو مراسمو ته د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ لخوا په انقره کې د اذربایجان لوی سفیر حزر ابراهیم رابللی وو. هغه یواځنی د بهرني هیواد سفیر وو چې دې مراسمو ته رابلل شوی وو. د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله سږنیو مراسمو ته د نورو هیوادونو سفیران نه وو رابلل شوي.
د وطن ورځپاڼې ( د ایټالیا  : ترکیه یو ضروري او لازمي متحد دی ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ترکیه په ختيځې مدیترانه او سیمې د  استقرار له پلوه یو ډير مهم او لازمي  متحد او د ناټو غړی هیواد دی. هیڅوک باید دا خبره هیره نکړي چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډير مهم او اغیزمن غړی هیواد دی.
د سټار ورځپاڼې ( د انرژۍ وزیر : په سمندرونو کې به د قانوني دوره پيلیږي ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز د قانوني  د تیلو د استخراج کښتۍ په اړه پيغام خپور کړی دی. هغه ویلي دي چې په سمندرونو کې د قانوني  دوره پیلیږي. 
د سټار ورځپاڼې ( روسي هوايي شرکت مسکو انقرې ترمنځه الوتنې پیل کړې) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې هوايي شرکت نارد ویند ایرلاین د مسکو او انقرې ترمنځه په الوتنو پيل وکړ.
یاد شوي  شرکت ویلي دي چې د بوینګ ۷۳۷ - ۸۰۰ ډوله الوتکو سره به هره ورځ د مسکو استانبول ترمنځه الوتنې وکړي.
 



اړوند خبرونه