د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1499857
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د حریت ورځپانې « د بهرنیو چارو وزیر : دا ستونزه یواځې یوه حل لاره لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ په انقره کې د اذربایجان د سفارت نه لیدنه وکړه. هغه د اذربایجان د سفیر سره د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې « د بره قره باغ ستونزه یواځې یوه حل لاره لري. هغه هم ارمنستان د اشغال کړو خاورو نه وتل دي. تر کومه چې ارمنستان د اشغال کړو خاورو نه وونه وځي دا ستونزه نه حل کیږي. ترکیه د جګړې په ډګر او د مذاکراتو په میز د اذربایجان ترڅنګ دی. ترکیه هم دا ستونزه د ریښې نه د حل غوښتنه کوي.

 

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست رئیس لخوا د ارمنستان ادعاء ته ځواب » د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست رئیس فخرالدین التون پرون د ارمنستان هغه ادعاء چې ګواکې د ترکیې اف ۱۶ جنګي  الوتکې د ارمنستان سو ۲۵ ډوله جنګي  الوتکه ویشتلې ده په کلکه توګه رد کړه .

هغه وویل چې ارمنستان ددې ډول پستو او بې بڼسټه ادعاګانو ته د رجوع کولو پر خای دې د اشغال کړو سیمو نه ووځي. 

د خبرترک ورځپاڼې « عمر چیلیک : ارمنستان په قره باغ کې اشغال ګر دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک پرون د ګوند  د اجرائیوي شورا د غونډې نه وروسته خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه  د اذربایجان نه پوره ملاتړ کوي  او ددې هیواد ترڅنګ ولاړ دی. اذربایجان د خپلې خاورې او مځکنې بشپړتیا نه د دفاع پوره حق لري. قره باغ سیمه د اذربایجان خاوره چې د ارمنستان لخوا اشغال شوې ده . اذربایجان د قره باغ خاوند او ارمنستان بیا اشغالګر دی.

د وطن ورځپاڼې « نوی زیری » د سرلیک لاندې لیکلي  دي،  د ترکیې لومړنۍ سمندري توغندی اتماجا د نورمالو تولیداتو د پیلیدو نه مخکې تر ټولو وروستی او سخت امتحان هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو.

د جمهوري ریاست د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې هیوادوالو ته نوی زیری لرو.هغه د اتماجا توغندي  په اړه معلومات خباره کړل. هغه وویل چې پرون مو د اتماجا د توغندي  تر ټولو سخت امتحان په بریالیتوب سره سرته رسو. یو وروستی امتحان يي پاتې دی. دې توغندي په برخه کې وروستي نقطې ته رارسیدلي یو.انشاالله چې په نورمالو تولیداتو به يي پيل وکړو.

د سټار ورځپاڼې « د سپټمبر په میاشت کې په اقتصاد د باور اندکس اعلان شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د سپټمبر په میاشت کې پر اقتصاد د باور اندکس د ۳ عشاریه یو سلنه په لوړیدو سره ۸۸ عشاریه ۵ ته لوړ شوی دی.

 

 

 

 



اړوند خبرونه