د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ۱۹۰۲ میلادي کال د سپټمبر په ۲۹ مه نیټه د نړۍ نامتو لیکوال ایملي زولا چې د نانا او ګیرمینال د رومانونو سره ځانګړی شهرت ترلاسه کړی وو د ۶۲ کلونو په عمر په پاریس کې ومړ.
د ۱۹۱۱ میلادي کال د سپټمبر په ۲۹ مه نيټه د عثماني امپراتورۍ او ایټالیا ترمنځه چې غوښتل يي لیبیا ونیسي د طرابلس غرب جګړه پيل شوه. پدې جګړه کې د ترکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک په ګډون د عثماني پوځ یو زیات شمیر افسرانو ګډون وکړ.
د ۱۹۱۸ میلادي کال د سپټمبر په ۲۹ مه نيټه بلغاریا د سیلانیک اوربند معاهدې د لاسلیکولو نه وروسته د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه خارج شو.
د ۱۹۲۰ میلادي کال د سپټمبر په ۲۹ مه نیټه د کاظم قره بکر په مشرۍ ترکي ځواکونو د ارمني ځواکونو سره په نښته کې د ساري قامش سیمه ونیوله.
د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر په ۲۹ مه نيټه په امریکا متحده ایالتونو کې مالي بحران پیل شو. د لیحمن برادرز په څیر یو زیات شمیر مهمو مالي شرکتونو د افلاس د اعلانولو نه وروسته په امریکا کې اقتصادي اندکس د ۷۷۷ لمبرو سره د راټیټیدو سره تاریخي ریکارډ جوړ کړ.
ددینه وروسته د اقتصادي بحران لمن ټولې نړۍ ته وغځیده.
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د ارمنستان د بریدونو په مقابل کې د ترکیې په پارلمان کې ۴ ګوندونو لخوا ګډه اعلامیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند، د خلکو جمهوریت ګوند، ملیت پالو غورځنګ ګوند او ښه ګوند د ارمنستان لخوا د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر په ۲۸ مه نیټه په بره قره باغ باندې د اوربند او نړۍوالو حقوقو نه د سرغړونې سره د اذربایجان په خاوره کې پر ملکي او پوځي سیمو باندې برید کې د ګډې اعلامیې په خپرولو سره په کلکه توګه وغندل. پدې ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې د ترکیې د ملي شورا د سیاسي ګوندونو په توګه مونږ د نړۍوالو حقوقو او د مشروع مدافع حق په چوکاټ کې د اذربایجان لخوا د خپلو خلکو او مځکنۍ بشپړتیا نه د دفاع نه پوره ملاتړ کوو.
د حریت ورځپاڼې « اردوغان : ارمنستان باید د اشغال کړو سیمو نه ووځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ارمنستان باید هر څه ژر د اذربایجان د اشغال کړو سیمو نه ووځي. ارمنستان باید د بره قره باغ اشغال ته د پای ټکی کیږدي. د امریکا، روسیې او فرانسې نه جوړې د میسک ډله ۳۰ کاله کیږي چې دې ستونزې ته يي د حل لار پيدا نکړه. همداشان نوموړې ډله چې ددې ستونزې د حل په خاطر جوړه شوې ده خو له بده مرغه چې همدوې نه غواړي چې دا ستونزه حل شي. همدې ددې ستونزې د حل د مخینوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې ځلې ځلې کوي.
اذربایجان د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده . دا هیواد اوس پدې نتیجې رسیدلی دی چې موجودې ستونزې ته باید پخپله یوه مناسبه حل لار پيدا کړي. د اذربایجان لپاره د حساب وخت رارسیدلی دی .
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو د لیبیا او سوریې نه وروسته دا ځل په بره قره باغ کې ټول شوم پلانونه شند کړل او ستر بریالیتوب يي وښود » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکه چې ددېنه وړاندې په سوریه او لیبیا کې د جګړو موازنه خرابه کړې وه او داستان يي لیکلی وو دا ځل يي په بره قره باغ کې د ارمنستان پوځ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ . د ترکیې ډرون الوتکو په قرباغ کې په یوه ورځ ۲۲ ټانکونه او زغروالې موټرې او ۱۵ د هوايي دفاعي سیستمونه او دافع هوا له منځه یوړل. شننونکی د ترکیې ددې ډرون الوتکو نه د شومو پلانونو د شنډونکو په توګه یادونه کوي. د دې ډرون الوتکو نه د نوي پيړۍ د پیل په توګه یادونه کوي.
د خبرترک ورځپاڼې « د د ارمنستان له لوري اعتراف : ټولې مهمې سیمې مو د لاسه ورکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه جګړه دوام لري د اذربایجان د پوځ د پرمختګ نه خبر ورکړ شوی دی.
د ارمنستان تر اشغال لاندې د بره قره باغ تش په نامه مشر ارایک هاروت یون یان د مهمو سمیو د لاسه ورکولو اعتراف وکړ.
هغه وویل چې قره باغ سویي برخو کې مو ټولې مهمې سیمې د لاسه ورکړې . په لسګونو سرتیري مو مړه شوي دي.
د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین په انسانانو تطبیق شو » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د استانبول پوهنتون جراح پاشا او جراح پاشا طب فاکولته کې د چین لخوا د جوړ شوي کرونا ضد واکسین درېم فاز چارو په چوکاټ کې انسانانو ته دا واکسین تطبیق شو.
لومړنی واکسین یو تن ۵۳ کلن رضاکار ته تطبیق کړ شو.