د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1498463
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د وطن ورځپاڼې « د اذربایجان لخوا متقابل بریدونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان د دفاع وزارت  د ارمنستان د وسله والو ځواکونو  پر خلاف د جګړې او د ملکي وګړو د امنیت ټینګولو په موخه د جبهې د کرښې په اوږدو کې په د متقابلو تعرضي بریدونو  پيلولو د پریکړې کولو نه خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چې پرون د سهار په ساعتونو کې د ارمنستان لخوا د اذربایجان په ملکي میشتو سیمو د بریدونو نه وروسته اذربایجان ځواکونو په متقابلو تعرضي بریدونو پیل وکړ. همداشان اذربایجان ځواکونو د متقابلو بریدونو په نتیجه کې یو زیات شمیر اشغال شوې سیمې د ارمني‌ ځواکونو نه ازادې کړې.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د اذربایجان نه پوره او قوي‌ ملاتړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لخوا پر اذربایجان یو ځل بیا د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې ارمنستان په اذربایجان یو ځل بیا د برید سره دا خبره ټولو ته په ډاګه کړه چې دا هیواد د سیمې د سولې او ثبات لپاره تر ټولو ستر تهدید دی. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترک ملت د تل په څیر د خپل ټولو امکاناتو او توان سره د ورور هیواد اذربایجان ترڅنګ ولاړ دی او قوي‌ ملاتړ ترینه کوي. 

 

د صباح ورځپاڼې « د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت لخوا د اذربایجان نه د ملاتړ پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اقنجي د ارمنستان لخوا د اذربایجان پر خاوره بریدونه په کلکو ټکو وغندل. ولسمشر اقنجي په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې د قره باغ مسئله چې د لسګونو کلونو راهیسې د یوې لاینحلې مسئلې په توګه پاتې ده له بده مرغه چې یو ځل بیا د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د نښتو لامل شوه. هغه ویلي دي‌چې د دوست او ورور هیواد اذربایجان خلکو نه د قبرس د ترکانو په توګه  خپل ملاتړ اعلانوو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې د وسله والو ځواکونو نوی دافع هوا توپ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا په کامله توګه  د ځايي او ملي‌ امکاناتو سره جوړ شوی ۲۵ ملي‌ متره يي دافع هوا توپ ټول ازمایښتونه په بریالیتوب سره پایته ورسیدل او هر څه ژر به د وسله والو ځواکونو په اختیار کې ورکړ شي. د ویلو ده چې دا نوې وسله په هر ډول زغروالو موټرو ، سیار او ثابتو موضعګانو باندې د نصبولو په ظرفیت جوړ شوی دی. همداشان دې توپ نه د هوا په هر ډول شرایطو کې استفاده کیدای شي. 

 

د سټار ورځپاڼې « تکنوفیسټ ۲۰۲۰ په بریالیتوب سره پایته ورسید » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  سږ کال د دریم ځل لپاره جوړ شوی د نړۍ په کچه تر ټولو ستر د هوايي او فضايي او تکنالوژۍ فستیوال تکنو فیسټ ۲۰۲۰ چې په غازي انتب ولایت کې جوړ شوی وو په بریالیتوب سره سرته ورسید. دې فیستیوال چې څلور ورځې دوام وکړ او په ترڅ کې په ۲۱ برخو کې سیالۍ جوړې شوې وې بریالیو پروژو او کسانو ته جایزې ورکړ شوې . 

د فیستیوال په دوران کې د ترکیې سولو ترک الوتکو  د زړه راښکدونکو نندارو په ترسره کولو سره د فیستیوال ګډونوالو ته نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کړې.

همداشان د ترکیې ځايي‌او ملي د اټاک الوتکې هم خپل ظرفیتونه او توان ټولو ته نندارې ته وړاندې کړ.

 



اړوند خبرونه