د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1496671
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې اورسولا فون در لاین سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرۍ سره په ټیلیفوني‌ خبرو کې د ختیځې مدیترانې، ترکیې او اروپايي ټولنې او سیمه ایزو مسئلو باندې بحث او تبادل د نظر وکړ.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر : د تورې بحیرې ګاز به د واردونکو ګازو نه ډیر ارزانه وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژې او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز  په توره بحیره کې. دموندل شوو ګازو په اړه وویل چې « زمونږ د حسابونو له مخې د تورې بحیرې ګاز به د واردونکو ګازو په پرتله لا اقتصادي‌ وي. دا ګاز به زمونږ  په  هیوادوالو اقتصادي‌ فشار کم کړي. 

 

د ینې شفق ورځپاڼې « اقتصاد د ودې سیګنال ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په ترکیه کې  د باور اینډکس د سپټمبر په میاشت کې د ۳ عشاریه دوه په لوړیدو سره ۸۲ ته لوړ شو. د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د ارقامو په اړه وویل چې ، د هیواد اقتصاد د دریمې ربع لپاره د ودې سیګنال ورکړ.  د اګست میاشتې په پرتله د باور ایندکس ۳ عشاریه ۲ سلنه لوړ شوی او ۸۲ ته رسیدلی دی. ارقام ډیر ښه راروان دي. اټکلونه ښايي چې روان کال په ډیره عالي‌ توګه سرته ورسو.

 

د صباح ورځپاڼې « په ترکیه کې تولیدونکي بسونه او میني بسونه د نړۍ ۸۷ هیوادونو ته صادریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  د جنوري‌‌او اګست میاشتو  ترمنځه د نړۍ ۸۷ هیوادونو ته  د ۹۱۶ میلیونه ۵۳۳ زرو ډالرو ارزښت بسونه او میني‌ بسونه صادر  کړي‌ دي. د اولو داغ د موټرو د سکټور د صادراتو د ټولنې د معلوماتو له مخې د نړۍ ۸۷ هیوادونو او په سر کې اروپا ته بسونه او میني بسونه صادر شوي‌ دي. په اروپا کې تر ټولو زیات صادرات چک جمهوریت، روسیه او مکسیکو ته ترسره شوي دي.

 

د وطن ورځپاڼې « ۴۰۰۰ کلن تاریخي‌ لرغونوالی لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د دینیزلي‌ ولایت د چیوریل ولسوالۍ د بیجه سلطان په لرغوني‌ سیمه کې د روانو کیندونو په ترڅ کې ۴ زره کلن د ټوټو  دستګاه موندل شوې ده . پروفیسور ډاکټر اشرف ابای د نوموړو کیندونو په اړه ویلي‌ دي چې دې تاریخي کشف ته په کتو داسې ښکاري‌ چې د دینیزلي‌ ولایت ۴۰۰۰ کاله مخکې هم  د نساجي‌ د تولید د مهمو مرکزونو نه یو وو.

 

 



اړوند خبرونه