د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1719217584)
د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا ډیر سخت خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د موش ولایت د مالازګیرت په میدان کې د مالازګیرت د جګړې د ستر بري د ۹۴۹ مې کلیزې د لمانځنې په مراسو کې ډیرې مهمې څرګندونې وکې.
ولسمشر اردوغان دلته یونان ته سخت خبرداري په ورکولو سره وویل چې ترکیه د چا نه ډار نلري. په مدیترانه او ایژې سیمه کې به خپل حق واخلي. هغه وویل چې د خپل حق د ترلاسه کولو په خاطر چې څه لازم وي هغه به وکړو.که د سیاسي، اقتصادياو یا پوځي پلوه وي.
هغه په یوناني چارواکیو غږ وکړ چې په کړونو او چلند مو بیا کتنه وکړۍ، د ځان د بربادۍ لپاره د لار پرانیستونکو اقداماتو او ناسم ګامونو اوچتولو نه ډډه وکړۍ.
د خبرترک ورځپاڼې « انتالیا ته په درې ورځو کې سل زره تنه ګرځندویان راغلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی مرکز انتالیا ولایت کې د ګرځندوی سکتور په حرکت پيل کړی دی. یاد شوي ولایت ته په درې ورځو کې په ۵۱۰ الوتکو کې ۱۰۰ زره تنه ګرځندویان راغلي دي. د انتالیا ولایت د هوايي ډګر عمومي رئیس دینیز وار اول وویل چې دا یو ډیر جدي رقم دی. د روان کال د پيل راهیسې انتالیا ولایت ته یو میلیون او ۳۰۰ زره تنه ګرځندویان راغلي دي. ددې ګرځندویانو تر نیمايي ډیر یواځې د اګست په میاشت کې ترکیې ته راغلي دي.
د وطن ورځپاڼې « روسیې ترکیې سره په ګډه د چورلکې جوړولو ته تیاری ښودلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د چورلکو عمومي رئیس اندري بوګینسکي ویلي دي چې د ترکیې سره په ګډه د چورلکې جوړولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. هغه ویلي دي چې اصلي مسئله بازار وضعیت او تولیدونکي توکي دي. روسیه د ترکیې په ګډه کار کولو ته تیار دی.
د سټار ورځپاڼې « ترک اقتصاد پوځ د پیسو په نړۍوال صندوق کې په دنده وګمارل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترک اقتصاد پوهه جیلا پازار باشي اوغلو د پيسو د نړۍوال سازمان د ستراتیژۍ، سیاست او بیا کتنې د څانګې د مشرۍ په توګه ټاکل شوې ده . پيسو نړۍوال صندوق ویلي دي چې پازار باشياوغلو به د سپټمبر په ۱۵ مه نيټه په خپله دنده پیل وکړي.