د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي

1479358
د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې پوځي تطبیقات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د سمندري‌ ځواکونو دوه پوځي‌ کښتیو او یوې ایټالیوي‌ کښتۍ په ختیځه مدیترانه کې په پوځي‌ تطبیقاتو پيل کړی دی. دفاع وزارت ویلي‌ دي چې تیره ورځ د اګست په ۲۵ مه نيټه د ترکیې دوو جنګي‌ کښتیو د ایټالیا د یوې جنګي‌کښتۍ سره یو ځای په ختیځه مدیترانه کې په ګډه د کار کولو او کوریناسیون د ودې په خاطر پوځي‌ تطبیقات او روزنیز فعالیتونه اجرا کړل. 

 

د حریت ورځپاڼې « وزیر دونمز: د ګازو د کشف رقم کیدای شي چې لوړ شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتخ دونمز وویل چې په توره بحیر کې کشف شوی ۳۲۰ میلیارده متر مکعب ګازو رقم کیدای شي چې لوړ شي. هغه وویل چې دا ګاز په یوې زیرمه کې موندل شوي‌ دي او دې زیرمو نه ښه زیري راروان دي. هغه وویل چې د تثبت زیرمو په پرانیستو سره به ارقام لا دقیق معلوم شي. همداشان په سیمه کې روانو چارو ښودلې ده چې د انرژۍ له پلوه بډایه سیمه ده.

 

د سټار ورځپاڼې « ډیر لږ هیوادونه شتون لري‌ چې د ترکیې لخوا ترسره شوي‌ ترسره کولو توان ولري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تیلو د پانګه والۍ او مشورتي‌ شرکت هورموز پارتنرشیپ مشر سرکان شاهین ویلي‌دي‌  په توره بحیره کې موندل شوې د ګازو زیرمه د انرژۍ په برخه کې د ترکیې لپاره یو نوې پیل دی. هغه ویلي دي چې ترکیې د تیلو دولتي‌ شرکت لخوا په ۲ زره مترو کې د یو میاشت په څیر په لنډه موده کې د داسې یوې سترې زیرمې موندل ټول د حیرانتیا سره مخامخ کړي‌ دي. په نړۍ کې د داسې توان او ظرفیت خاوندان ډیر کم هیوادونه شتون لري. دا بریالیتوب به د هیدروکاربن په برخه کې د ترکیې په پلټنې هم مثبتې اغیزې وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې « برات البیرق : هیڅوک هیڅوک د ترکیې ملا ماتولی نشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي چې د نوي‌ ډول کرونا ویروس د ناروغۍ نه وروسته د ترکیې اقتصاد په ډیره چټکه توګه د ځان د ټولو په حال کې دی. په ترکیه کې د تولیداتو کچه د اګست په میاشت کې د جولای په پرتله ۲ عشاریه ۶ سلنه لوړ شوي. هغه وویل چې د ترکیې اقتصاد په چټکه توګه د ودې په حال کې دی او هیڅوک د ترکیې ملا ماتولی نشي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « فورمولا یو موټر ځغلونې سیالۍ یو ځل بیا په استانبول کې جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، استانبول د ۲۰۲۰ میلادي کال د فورمولا یو د سیالیو د ۱۴ مې برخې کوربه توب کوي.

په خبر کې راغلي دي‌ چې استانبول په ۲۰۱۱ کال کې د فورمولا یو سیالۍ کوربه توب کړی وو. همداشان په استانبول کې د ځغاستې لیکه د نوي‌ ډول کرونا ویروس له امله له سره جوړه شوې ده .  د همدې امله د فورمولا یو سیالۍ ۹ کاله وروسته یو ځل بیا په استانبول کې جوړیږي.

دا سیالي به د نوامبر په ۱۳ مه نيټه د دوو ورځو لپاره جوړه شي.



اړوند خبرونه