د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي

1478626
د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان لخوا یونان ته خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، یونان لخوا د سمندري خبرداري‌ خپریدل په سیمه کې د ټولو کښتیو د سیر امنیت د ګواښ سره مخامخوي او دا  په ښکاره توګه یو ډول نازولتوب او د خپل حد نه پیژندل دي. ددینه وروسته په سیمه کې د هر ډول ستونزې د رامنځته کیدو یواځنی لامل یونان دی. همداشان د هر ډول منفي پيښو نه ضرر لیدونکی به هم یواځی پخپله یونان وي.

 

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د ختیځې مدیترانې نه هم د ګازو په برخه کې د زیري په تمه یو » د سرلیک لاندې لیکلی‌دي، ترکیې په توره بحیر کې د ۳۲۰ میلیارده متر مکعب ګازو زیرمې د موندولو نه وروسته داځل په ختیځه مدیترانه کې هم د ورته یو زیري اوریدو انتظار باسي. د ترکیې ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به په ختیځه مدیترانه کې د ګازو پلټون چارو ته دوام وکړي. ولسمشر اردوغان خبرداری ورکړ که چیرې په سیمه کې د ترکیې د اوروچ رئیس تحقیقاتي کښتۍ او یا ددې کښتیو ملګرتیا کوونکو کښتیو ته د زرې په اندزه ضرر ورسیږي ځواب به مو ډیر سخت وي. ترکیه به په سیمه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. ترکیه به د ذرې په اندازه په شا ګام اوچت نکړي. 

 

 د وطن ورځپانې « د ترکیې لخوا د یونان په مقابل کې بالمثل ځواب : جنګي‌ کښتۍ سیمې ته واستولې » د سرلیک لاندې لیکلي دي یونان په ختیځ مدیترانه کې د اوروچ رئیس د فعالیت په سېمه کې د تطبیقاتو د ترسره د خبر نه وروسته ترکیې ډیر سخت غبرګون وښود. د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې د اتن حکومت لخوا د تطبیقاتو دا پریکړه به په سیمه کې تاوتریخواني‌ کچه لاپسې لوړه کړي.

اکار وویل چې د ترکیې مبارزه پر حق ده. هغه وویل چې تر ننه چې کومه دنده راسپارل په ډیره ښه توګه مو ترسره کړې او ددی وروسته به هم ورته کار وکړو.

 

د سټار ورځپاڼې « په توره بحیره کې د ګازو ستر پوتانشیل شتون لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم قالن وویل  چې په توره بحیره کې د ۳۲۰ میلیارده متر مکعب ګازو موندل پيل دی. دا سیمه د لا سترو زیرمو پوتانشیل لري. تخنیکي ډلې ډیرې زیاتې هیله مندې دي. قالن وویل چې د سروې او برمه کارۍ چارې په همهاله توګه دوام لري.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د جولای په میاشت کې د ګرځندوی سکتور د پام وړ وده کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جولای په میاشت کې ترکیې ته د یوې میاشتې مخکې په پرتله ۴ برابره ډیر ګرځندویان راغلي‌ دي.د جون په میاشت کې ترکیې ته ۲۱۴ زره ۷۶۸ تنه ګرځندویان راغلي وو چې د جولای په میاشت کې دا شمیره ۹۳۲ زره ۹۳۷ ته لوړه شوې ده . د جولای په میاشت کې تر ټولو ډیر ګرځندویان د مځکې له لارې ترکېې ته راغلي دي.



اړوند خبرونه