د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د عمر چیلیک لخوا د بایدن پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک ، تیره ورځ د ګوند د مرکزي شورا د غونډې په اړه څرګندونې وکړې. چیلیک د ترکیې په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ نوماند جو بایدن د حد نه تیر او بې مسئولیته څرګندونو په اړه په غبرګون کې وویل چې د بایدن دا څرګندونې په ټوله معنا کودتا اقدام دی. هیڅوک زمونږ دیموکراسي ړنګولې نشي او زیان ورته رسولی نشي. هیڅوک زمونږ په سیاسي سیستم کې مداخله کولای نشي.
د حریت ورځپاڼې « ترکیه خپله اقتصادي خپلواکي ټولې نړۍ ته ښايي » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ترکیې د نوي کیدونکو سرچینو او تولیدونکي انرژۍ سره خپله اقتصادي خپلواکي ټولې نړۍ ته وښودله.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې ملي او ځايي موټر د طرحې او ډیزاین په برخه کې د ۲۷ اروپايي هیوادونو او چین نه وروسته د جاپان نه هم امتیاز حق ترلاسه کړ.
د ترکیې د ځايي او ملي موټر تولیدونکي شرکت د ټویټر حساب له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د جاپان د امتیاز د ادارې نه د خپل ملي او ځايي موټرو د امتیاز حق ترلاسه کړ.
د سټار ورځپاڼې « په مدار کې د ترکیې سترګې راسات سپوږمه کۍ نهه کلنه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د علمي او تکنالوژیکو څیړونو د ادارې د فضايي تحقیقاتو د انیستیتیوت لخوا طرحه ، دیزاین او جوړه شوې د ترکیې لومړنۍ ځايي د څار سپوږمه کۍ راسات په مدار کې نهه کلنه شوه. د ترکیې د علمي او تکنالوژۍ څیړنیزې ادارې ویلي دي چې ددې سپوږمه کۍ نو مو ترلاسه کړي عکسونه او ویدیوګانو نه د نقشو، ناورین څار، کرنۍ، چاپیریال ، ښارجوړونې او پلان په چارو کې ډیره مثبته استفاده کړې او استفاده کوو.
د وطن ورځپاڼې « لیون جینک اوزکاچار ټرانسفر کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي چې د فرانسې د لیګ د فوټبال د لوبډلو نه اولمپیکو لیون جینک اوزکاچار ټرانسفر کړ. اولمپیکو لیون لوبډلې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۱۹ کلن لوبغاړي سره يي د پنځو کلونو لپاره قرارداد لاسلیک کړی دی.