د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1471048
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د اردوغان لخوا د ختیځې مدیترانې مهم غږ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د یونان او مصر ترمنځه لاسلیک شوی تړون هیڅډول حقوقي بڼسټ نلري. ولسمشر اردوغان د مدیترانې پر هیوادونو غږ وکړ چې راځئ د مدیترانې د هیوادونو په توګه سره یو ځای شو او د هر چا د منلو وړ او د هر چا د حق او حقوقو محفوظ کوونکی یو فورمول پيدا کړو. هر هغه برخې چې زمونږ پر دې غږونو او وړاندیزونو غوږونه ټپوي ، هیڅوخت خپلو موخو ته ونه رسیږي او دوې به په اصل کې خپل راتلوونکی تورتم کړي.

 د صباح ورځپاڼې « د ستونزو اصلي لامل یونان دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامي‌ اقسوی وویل چې په مدیترانه کې د ستونزو او جنجالونو اصلي لامل او سبب یونان دی، ترکیه ندی. هغه وویل چې ترکیه کې د پيړیو پيړیو راهیسي د مدیترانې حاکمیت په لاس کې درلود نن ورځ هیڅوک ترکیه پدې سیمه کې تجریدولی نشي. هیڅوک ددې ددې قدرت او توان نلري. هر هغه څوک چې وايي چې د مدیترانې یواځني‌ خاوندان مونږ یو هغو د ماتې او لمنځه وړو باندې محکوم دي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې یو ځل بیا ټولو کښتیو ته خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې یو ځل بیا په مدیترانه کې ټولو کښتیو د اوروچ رئیس د فعالیت په اړه اعلان وکړ. د ترکیې د اوروچ رئیس تحقیقاتي‌ کښتۍ تیره ورځ د اتامان او جنګیز په نامه د کښتیو سره یو ځای قبرس کې په تحقیقاتي‌ فعالیتونو پيل وکړ.

 

د سټار ورځپاڼې « ترکیې په سیمه کې د ارمنستان پلانونه په اوبو لاهو کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او اذربایجان ګډو پوځي تطبیقاتو په ټوله نړۍ کې د پام وړ انعکاس موندلی دی. د ترکیې د  اذربایجان سره د ګډو پوځي‌ تطبیقاتو سره د ۱۹۹۰ کلونو د پيل په څیر د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې پيښو ته یو ځل بیا اجازه نه ورکوو ټولې نړۍ ته په ډاګه کړ.همداشان د هیواد د ارضي‌ تمامیت نه تل دفاع کولو ته خپله ژمنتیا وښوده.

 

د وطن ورځپاڼې « ترکیه د اکتوبر په میاشت کې د کووید ۱۹ ضد واکسین په تولید پیل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد لومړنی واکسین جوړ شوی دی. په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد د واکسین د جوړولو د ډلې مشر د انقرې پوهنتون د طب فاکولتې پروفیسور ډاکټر حاکان اق بولوت وویل چې په حیواناتو د واکسین ازمایښتي‌ چارې د جولای په ۸ مه نیټه په بریالیتوب سره سرته رسیدلي‌ وو. هغه وویل چې کلینیکي‌ ازمایښتونه دوام لري. انشاالله چې د لومړی واکسین به د اکتوبر په میاشت کې تولید کړو.



اړوند خبرونه