د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1463322
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پياوړي‌ کولو په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو ، اذربایجان او ارمنستان ترمنځه په روانو جنجالونو ، سوریې او لیبیا په ګډون په سیمه ایزو مسئلو خبرې وکړې.

همداشان ولسمشر اردوغان او پوتین په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو کې همکاریو او ډیالوګ  په دوام په توافق ورسیدل.

 

د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : ایا صوفیه به د جومات په توګه خدمت ورکولو ته دوام ورکړي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستل د یو ملت له سره د زیږیدو شاهدي کول دي. ولسمشر اردوغان وویل چې د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستو په مسئله کې ترکیې د خپل حاکمیت د حقونو نه د استفاده کولو وروستۍ نمونه د مثال دی. ولسمشر اردوغان وویل چې ایا صوفیه جومات به جومات په توګه خدمت کولو ته دوام ورکړي.

 

د سټار ورځپاڼې « یوناني‌ راهب : که ترکیه نوې ایا صوفیه به وار د مخه چپه شوي‌ وی» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، یوناني‌ راهب ایوان ګیلوس پاپاني کولاو وویل چې ایا صوفیه ترکانو ژغورلې ده. که چیرې ترکان وې ایا صوفیه به وار د مخه چپه شوې وې. یوناني‌ راهب ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکانو په ماضي کې د ګیریت کې یوه کلیسا تړلې نده خو یونان یو زیات شمیر کلیساګانې او صومعې تړلي‌ دي. هغه وویل چې د ایا صوفیه په څیر داسې یوه ستره ودانۍ او بڼسټ چا ژغورلې او حفاظت يي ترینه کړې دی؟ البته چې ترکانو. ترکانو ترینه حفاظت او ساتنه کړې ده .

 

د وطن ورځپاڼې « د استانبول د ونډو په بازار کې پرله پسې ریکارډونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د ونډو په بازار کې د ونډو بیې تر هر وخت لوړې کچې ته د رسیدو سره ریکارډ جوړ کړ.

 

د حریت ورځپاڼې « د مالیې وزیر البیرق : اقتصاد ګام په ګام وده کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې د هیواد اقتصاد ګام په ګام مخ په ودې دی. د باور اندکس د جولای په میاشت کې د خدمت په سکتور کې ۲۰ عشاریه ۲ سلنه ، په پراګنده سکتور کې ۹ عشاریه ۶ سلنه او په ساختماني‌ سکتور کې ۱۱ عشاریه ۶ سلنه لوړ شوی دی. د ترکیې د اقتصاد په اړه بد بیني ګانې انشاالله چې د پخوا په څیر غلطې ثابتیږي.



اړوند خبرونه