د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د فرانسې په اړه ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې فرانسه په ختیځې مدیترانه کې د اوچتیدونکي هر غلط ګام سره خپله بې طرفي او د استقرار او امنیت سره د مرستې کولو چانس د لاسه ورکوي. فرانسه باید نور ځان په ډیرو سترو سترو هیندارو کې د کتو نه ډډه وکړي. فرانسه باید معتدل او حقیقي سیاستونه غوره کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « قالن : ګواښ او یا د تحریم ګواښونه په هیڅډول د منلو وړ ندي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن وویل چې ترکیه غواړي چې د ختیځې مدیترانې ټولې طبعي زیرمې په مساوي توګه وویشل شي. ترکیه یواځې د خپل حق او حقوقو په خاطر په ختیځه مدیترانه کې شتون لري. ګواښ او یا د تحریمونو ګواښونه په هیڅډول زمونږ لپاره د منلو وړ خبره نده.
د سټار ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د ایا صوفیه جومات لوحه پرانیسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایا صوفیه د جومات لوحه تیره ورځ پرانیسته. ولسمشر اردوغان لومړی د ایا صوفیه جومات نه لیدنه وکړه او وروسته يي ورته د ایا صوفیه ستر جامع جومات لوحه پرانیسته. د ویلو ده چې د ایا صوفیه جومات نن جمعه د جولای ۲۴ مه ۸۶ کاله وروسته د عبادت پر مخ پرانیستل شو او لومړنی لمونځ کې پکې ادا شو.
د صباح ورځپاڼې « د ایا صوفیه په خاطر ځانګړې پيسې چاپ شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د ایا صوفیه په خاطر د ځانګړو پيسو د چاپولو نه خبر ورکړ. هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ایا صوفیه جومات په اړه ځانګړو پیسو د چاپولو سره یو بل مهم ګام اوچت شو.
د خبر ترک ورځپاڼې « د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر: ترکیه په بده ورځ کې د اذربایجان ترڅنګ دریدلې ده » دسرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرموف د ارمنستان لخوا د اذربایجان په خاوره د بریدونو پر مهال د ترکیې لخوا د اذربایجان نه د قوي ملاتړ د ښودولو له امله د ترکیې نه یو ځل بیا مننه وکړه او وویل چې ترکیه تل په بده ورځ کې د اذربایجان ترڅنګ دریدلی او دریدو ته دوام ورکوي.