د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1719221613)
د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د ایا صوفیه د جومات نه لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای په ۲۴ مه نيټه د ایا صوفیه په تاریخي جومات کې ۸۶ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د لمونځ د ادا کیدو نه مخکې د ایا صوفیه جومات نه لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان چې نږدې یو ساعت په ایا صوفیه جومات کې تیر کړ دلته د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی او د استانبول د والي علي یرلي قایا نه د پرانیستو د مراسمو په خاطر د روانو چارو نه معلومات واخیستل.
د خبرترک ورځپاڼې « د چای صادرات د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۵۷ سلنه ډیر شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې نه نړۍ ته د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د چای صادرات د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۵۷ عشاریه ۶ سلنه په لوړیدو سره ۷ میلیونه ۵۸۷ زره او ۹۶۳ امریکايي ډالرو ته رسیدلي دي.
د وطن ورځپاڼې « په لیبیا کې د ترکیې ځايي د ماین پاکونې روبوت ماینونه پاکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت په لیبیا کې د ملي او ځايي ماین پاکۍ د روبوت قوتلو نه د ځای په ځای شوو ماینونو او چاویدونکو موادو د لمنځه وړو په برخه کې کار اخلي.
نوموړي روبوت پدې مبارزه کې ډیر مهم او رغنده رول لوبولی دی.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې ایران او افغانستان ته الوتنې وځنډولې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزارت د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې ایران او افغانستان ته د الوتنو د ځنډولو پریکړه وکړه.
د حریت ورځپاڼې « په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د وچې حیوان فسیل د اوبو لاندې وموندل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قیصري ولایت د ښاروالۍ په مرسته د سترو څمڅو د څیړنیزو ډلو لخوا د یامولا په بند کې د روانو تحقیقاتو په نتیجه کې د فیل فیسول ۴ پاچې چې ګمان کیږي ۷ نیم میلیونه کاله تاریخي لرغونوالی لري د اوبو لاندې موندل شوي دي. د یادې شوې څیړنیزې ډلې مشر علي ایرتم کیسکین وویل چې ددینه مخکې د سمندري حیواناتو فوسیلونه د اوبو لاندې موندل شوي دي خو دا لومړی ځل دی چې د وچې د یو حیواناتو فوسیلونه د اوبو لاندې موندل کیږي.