د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1446852
د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

 

د سټار ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا د ماکرون پر خلاف ډیر سخت غبرګون : تاسې د کودتاچیانو ملاتړ کوۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د هنګري د بهرنیو چارو او بهرني تجارت د وزیر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه کې پوښتنې ځواب کړې. چاوش اوغلو د لیبیا د مسئلې په اړه د فرانسې د ولسمشر ماکرون د څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. چاوش اوغلو وویل چې ماکرون د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړو پر خلاف عمل کوي‌ او کودتاچیانو نه ملاتړ کوي. فرانسه د ډاړه مار او کودتاچي‌ نه ملاتړ کوي. ایا فرانسه سم چلند کوي ؟ نه ؟ فرانسه وايي چې حفتر ته وسلې ندي ورکړي. خو دا ټول درواغ دي. ځکه چې پیسې متحده عربي‌ امارات او وسلې فرانسه ورکوي.

 

د حریت ورځپاڼې « په نړۍ کې یواځې ۷ هیوادونه يي تولیدولی شي. ترکیې هم په تولید پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای  د پانګه والۍ د کچې د لوړولو د تنظیم شورا په غونډه کې وویل چې  یواځې د نړۍ د ۷ هیوادونو لخوا تولیدونکي د ګمرکي دروازو ایکسرې ماشینونه او سیستمونه او د موټرو او کانتینرونو د  پلټون سیستم ترکیې هم تولید کړ. هغه وویل چې د میلتار پروژې په چوکاټ کې دا سیستم په ترکیه هم تولید شوی دی.

 

د وطن ورځپاڼې « ترکیه د سمندري استخباراتو کې لوړې کچې ته رسیدلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال په فعالیت پیل کوونکي‌ ټي سي جي پوځي‌ کښتۍ به په سمندر کې د استخباراتو د راټولو په برخه کې د ترکیې طاقت او توان څو برابره لوړ کړي.

شننونکي‌ وايي چې ددې کښتۍ سره به ترکیه په ډیره لوړه کچه کې قرار ونیسي. همداشان دا مسئله به په مدیترانه کې په موازنو مخامخ اغیزې وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې « په اروپایانو د امن او ډاډه رخصتۍ تیرولو لپاره تر ټولو مناسب هیواد ترکیه دی غږ وشو »‌ سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او جرمني‌ ترمنځه د هوايي پل رول په غاړه لرونکي‌ د سن ایسکپرس هوايي شرکت جګپوړي‌ چارواکي ماکس وویل چې ترکیه د نوي‌ ډول کرونا ویروس د ناروغۍ په بهیر کې د ډاډمندې رخصتۍ تیرولو لپاره تر ټولو مناسب هیواد او ځای دی. هغه وویل چې ترکیه پدې برخه کې تر ټولو امن ادرس دی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ترک زده کوونکي‌ په علمي‌ سیالۍ کې د ټولې نړۍ نه خپه واړوله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په روسیه کې هر کال جوړیدونکي د علمي‌ اساساتو په نړۍواله سیالۍ کې د ترکیې د پنځم ټولګي‌ زده کوونکې بیګم توفان په ریاضي کې د لومړي مقام په ګټولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

ښوونکي‌ وايي چې ددې زده کوونکې د بریالیتوب ترشا ډیر زیات زیار او زحمت ویستل نغښتی دی.



اړوند خبرونه