د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1443155
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د پاراګوای لومړۍ میرمن د ترکیې د لومړۍ میرمن نه د مرستې غوښتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د پاراګوای سره څه باندې ۲۸۱ زره طبي‌ توکي‌ مرسته کړې ده. د پاراګوای د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې د روغتیا وزارت لخوا د جوړ شوي‌ اړتیا وړ لست له مخې د هیواد لومړۍ میرمن د ترکیې د لومړۍ میرمن نږدې دوستې امنې اردوغان نه د مرستې غوښتنه کړې ده . ترکیې ددې غوښتنې په ځواب کې پاراګوای ته طبي مرستې ولیږلې.

 

د حریت ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا پر اسراییلو غږ وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د اسراییلو د فلسطین ترمنځه په ستونزې او اسراییلو لخوا د فلسطین خاوره د خپل خاورې سره د یو ځای کولو په مسئلې د غور کولو غونډې ته لیک واستوه. چاوش اوغلو په استولي  لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د اسراییلو پر حکومت یو ځل بیا د غیرې قانوني‌ کورونو جوړولو او د فلسطین خاوره د خپلې خاورې سره د ګډولو د پلان نه هر څه ژر د لاس اخیستو غږ کوو.

 

د وطن ورځپاڼې « د اروپايي ټولنې لخوا د ترکیې په اړه څرګندونې : متقابل اعتماد باید جوړ کړو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو سیاستونو او امنیتي چارو عالي‌ استازي جوزیف بوریل  وویل چې  د ترکیې سره ښو اړیکو جوړول هم د یونا او هم د اروپايي ټولنې په ګټه دي. د همدې امله هر څه ژر باید د ترکیې سره ارتباط ټینګ او متقابل اعتماد جوړ کړو.

 

د سټار ورځپاڼې « د مالیې وزیر البیرق : په ترکي‌ لیرو اعتماد کوونکی هر سړی ګټه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې د ترکیې د اسهامو بازار د روان کال د پيل راهیسې د پانګه والو د لیوالتیا د کچې د لوړیدو له امله د هرې ورځې په تیریدو سره خپل قیمت ډیروي. پداسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د اسهامو بازارونه خپل قیمت د لاسه ورکوي ترکیه یواځنی هیواد دی چې خپل زیانونه يي بیرته ترلاسه کړل. همداشان هغه ددې خبرې په ټینکار وویل چې  په ترکي لیرو اعتماد کوونکی هر سړی ګټه کوي.

 

د صباح ورځپاڼې « چینايانو د ترکیې ملي موټر تسجیل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ځايي او ملي‌ موټر جوړونکي‌ شرکت موټرې د چین هیواد لخوا تسجیل کړې شول.

یاد شوي‌ شرکت د خپل رسمي‌ ټویټر حساب له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې لیکلي دي چې د چین لخوا ددوې موټرې په رسمي‌ توګه تسجیل شوې .



اړوند خبرونه