د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719139261)
د ینې شفق ورځپاڼې « د فرانسې د ولسمشر ماکرون د حد نه تیرو څرګندونو په اړه د ترکیې ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی د ملګروملتونو سازمان د پریکړو او د لیبیا د مشروع حکومت د غوښتنې په چوکاټ کې د لیبیا نه د ترکیې د ملاتړ په اړه د فرانسې د ولسمشر ماکرون هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي دي ترکیه په لیبیا کې د اور سره لوبې کوي سخت غبرګون وښود. ویاند وویل چې د ماکرون دا څرګندونې په اصل کې د کم عقلۍ ښکارندويي کوي.
د صباح ورځپاڼې « د بیلډ د ورځپاڼې لخوا د ترکیې ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل لخوا ترکیې په سیاحت لګولی محدودیت دوام لري د ګرځندوی په توګه د ترکیې انتالیا ولایت ته راغلي د بیلډ ورځپاڼې خبریال د ترکیې لخوا د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ پر خلاف د نیولو تدابیرو په اړه مقاله خپره کړې ده .
په مقاله کې راغلي دي چې د انتالیا هوايي دګر د برلین د هوايي ډګر نه په مراتب ښه دی. هغه په انتالیا ولایت کې په سواحلو کې ځان ژغورنکي کسان هم ماسکونه اغوندي د سرلیک لاندې خبر هم خپور کړی دی. په خبر کې په نیول شوو تدابیرو په اړه یو یو لوستونکو ته په هر اړخیزه توګه معلومات ورکړي دي.
د حریت ورځپاڼې « د دفاعي صنایعو رئیس د مایکرو سپوږمه کۍ د توغولو نیټه اعلان کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ د دفاعي صنایع ریاست رئیس پروفیسور ډاکټر اسماعیل دیمیر وویل چې مایکرو سپوږمه کۍ د کووید ۱۹ نه په هیڅډو اغیزمن شوې نده او ترکیه به د سپوږمه کیو د شرکت خاوند شي. هغه زیاته کړه چې د ټیټې ارتفاع مدار سپوږمه کیو په اړه هم چارې دوام لري. هغه وویل چې مایکرو سپوږمه کۍ به په ۲۰۲۵ کال کې فضا ته وتوغوو.
د وطن ورځپاڼې « ترک شرکتونه اندونیزیا د هډې په توګه کاروي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اندونیزیا د ټولګټو وزیر ویلي دي چې ترکي پانګه وال به هیواد ته تشویق کړي.
هغه ویلي دي چې ترکي شرکتونه د اسیا بازارونو ته د لار موندنې په خاطر د اندونیزیا نه د هډې په توګه کار اخیستلی شي.