د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719180137)
د حریت ورځپاڼې « د چاوش لخوا د لیبیا په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د لیبیا په مسئله کې ډیر مثبت نظر شتون لري. د همدې امله ولسمشر اردوغان ورته ته د لیبیا په مسئله کې د امریکا سره په ګډه د کار کولو هدایت کړی دی.
د صباح ورځپاڼې « متقاعد امریکايي جنرال کیمیت : ترکیه ناټو ته لار ښايي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په امریکا کې د بوش د دورې متقاعد امریکايي تورنجنرال مارک کیمیت ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر پیاوړی غړی دی.
د ناټو د یو غړي په توګه ترکیې لپاره په منځني ختیځ کې یو زیات شمیر مسئلې شتون لري چې ددې هیواد پورې تعلق لري. منځني ختیځ ته تر ټولو د نږدې یو غړي په توګه ترکیه تل ناټو ته لار ښودلې ده. ترکیې د ناټو سازمان د یو فوق العاده متحد هیواد په توګه ځان په اثبات رسولی دی.
د وطن ورځپاڼې « د وروستیو شلو کلونو ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز د ترکیې د انرژۍ د تولید په په اړه وویل چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل په میاشت کې ۷۹ عشاریه ۶ سلنه او د نوې کیدونکې انرژۍ ۶۶ سلنې سره خپل هدف ته ځان رسولی دی. دا د ۲۰۰۰ کال راهیسې تر ټولو ستر رقم دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د فاتح د انرژۍ د استخراج او پلټنو کښتۍ برمه کارۍ په خاطر په حرکت پیل وکړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فاتح د انرژۍ د استخراج او پلټنو کښتۍ چې په توره بحیره کې د پلټنو او استخراج د چارو په خاطر ترابزون ولایت بندر ته راغلې د جون په ۲۵ مه نیټه په توره بحیره کې د فعالیت د پیلولو په خاطر په تیاریو پیل کړی دی.
د سټار ورځپاڼې « بایراقدار ټي بي ۲ بې پيلوټه الوتکې ددینه وروسته به په ځنګلونو کې اورلګیدنو څارنه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بایکار دفاعي شرکت تخنیکي چارو رئیس سلجوق بیرقدار د خپل ټویټر حساب له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ددینه وروسته به بیرقدار ټي بي ۲ بې پيلوټه الوتکې شپه او ورځ د هیواد په ځنګلونو کې د اورلګیدونو د څارنې په خاطر دنده ترسره کړي.