د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « اردوغان او مرکل د لیبیا په مسئله کې په تفاهم ورسیدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره ټیلیفوني خبرې وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو مشرانو پدې ټيلیفوني خبرو کې د ختیځې مدیترانې او لیبیا په ګډون د سیمې پر مهمو مسلو، نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې او د کرونا وبا ناروغۍ نه د وروسته دورې په اړه د اوچتیدونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې.
همداشان دواړو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو هم خبرې وکړې. د ترکیې ولسمشر د لیبیا د لومړۍ وزیرې سره په لیبیا کې د سیاسي حل په خاطر د ملګروملتونو د بهیر د لا پیاوړې کولو په مسئلې سره تفاهم وکړ.
د خبرترک ورځپانې « ترکیه په وړیا توګه د صحي خدماتو وړاندې کوونکی د نادرو هیوادونو نه یو دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې ترکیه په وړیا توګه د صحي خدماتو وړاندې کوونکو هیوادونو نه د نادرو هیوادونو نه یو دی. مالیې وزیر د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " د هیواد د پياوړي اقتصادي ساختار له برکته ټولو هیوادوالو ته په وړیا توګه د صحي خدماتو وړاندې کوونکو نادرو هیوادونو نه یو ترکیه. په هره برخه کې پرته د قید او شرط نه د خپل ملت ترڅنګ ولاړ یو او دا خبره مو تل ښودلې ده."
د ینې شفق ورځپاڼې « د ملي درملو د جوړولو چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د کووید ۱۹ ملي درملو د جوړولو د پروژې په چوکاټ کې د انقرې پوهنتون په لابراتوارونو کې روانې چارې په چټکۍ سره دوام لري. وزیر ددې پروژې د چارو نه د نږدې نه لیدنه وکړه. هغه وروسته خبریالانو ته وویل چې په حیواناتو باندې د درملو ازمایښت چارې پیل شوي دي. هغه وویل چې کلینکي ازمایښتونو د پایته رسیدو نه وروسته به ددې پروژې چارې پایته ورسیږي او روغتیا وزارت ته به تسلیم کړی شي.
د صباح ورځپاڼې « د کووید ۱۹ د تشخیص کیتونو په برخه کې ستر پرمختګ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ مرستیال وزیر حسن بویوک دیده د کرونا ویروس ضد د واکسین په برخه کې مو عنعنوي طبابت ترڅنګ د هر ډول نوې تکنالوژۍ نه چې تر اوسه پورې د هیڅ هیوادوال لخوا ندي امتحان شوي امتحان کړې ده . جوړو شوو په قوي انټي باډي سمبال پلازما نه ددې ناروغۍ په تداوۍ کې کار اخیستل کیږي. هغه وویل چې د کرونا د تشخیص کیتونو په تولید کې مو هم د ننو تکنالوژۍ چې تر اوسه پورې په نړۍ کې کار ندی اخیستل شوی کار اخیستی دی.
د وطن ورځپاڼې «اونور ایر هوايي شرکت خپلې الوتنې پيلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اونور ایر هوايی شرکت چې د کرونا ویروس له امله خپلې الوتنې ځنډولې وې د جون په ۲۶ مه نیټه خپلې داخلي او د جولای په ۱۵ مه نیټه خپلې بهرنۍ الوتنې پیلوي. یاد شوي شرکت ویلي دي چې د ټکټونو په پلورولو يي پيل کړی دی.