د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1718851598)
د صباح ورځپاڼې ( ولسمشر اردوغان د استانبول د هوايي ډګر نوې ځغاستلیکه او جامع جومات پرانیست ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول نوی هوايي ډګر چې په نړۍ کې د خپلو رقیبانو ترمنځه هم د ظرفیت او هم د ټرافیک له پلوه ډیر مخکې دی دریم خپلواکه ځغاستلیکه ، جامع جومات او دولتي میلمستون تیره ورځ د ولسمشر اردوغان لخوا پرانیستل شوه.ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې وویل چې هیواد ته خدمت کولو او د نورو اثارو او بڼسټونو جوړولو ته دوام ورکوو. هغه وویل چې د استانبول نوي هوايي ډګر په ډیره لنډه موده کې د ۶۵ میلیونو تنو مساپرو کوربه توب وکړ. مونږ خپل هدف لا پسې لوړو.
د حریت ورځپاڼې ( ترکیه به په نړۍ کې پرته د سوده په مالي مرکز بدل کړو ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق تیره ورځ د په دولسم نړۍوال اسلامي اقتصادي او مالي کنفرانس کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. هغه وویل چې زمونږ هدف ترکیه په نړۍ کې پرته د سوده د نړۍ په مالي مرکز بدلول دي.
د خبرترک ورځپاڼې ( د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ترکیې ته خپل سفر وځنډوه ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د دفاع وزیر سرګي شویګو په مشرۍ د پوځي او امنیتي مقاماتو نه جوړ هیت چې په پام کې وه پرون ترکیې ته راشي خپل سفر وځنډوه. ویل کیږي دا سفر د راتلونکو ورځو لپاره ځنډول شوی دی.
د خبرترک ورځپاڼې ( په استانبول کې د امریکا د سفارت په مخکې د جورج فلویډ مظاهره ) د امریکا متحده ایالتونو د مینه سوتا په ایالت کې د پولیسو لخوا د تور پوستي جورج فلویډ د وژلو له امله په استانبول کې د امریکا د سفارت په مخکې مظاهره وشوه. یوې ډلې چې په لاسونو کې د جورج فلویډ عسکونه او توکمیز تبعیض ضد شعارونه انتقالول د کلکو تدابیرو لاندې د امریکا د قونسلګرۍ په مخکې مظاهره وکړه.
د سټار ورځپاڼې ( ترکیه د ناټو سازمان صنایع مشورتي ډلې دوره يي مشري په غاړه واخیسته ) د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ناټو سازمان د نوو تکنالوژۍ د اړتیاوو د معلومولو په خاطر کار کوونکي د ناټو صنایع مشورتي ډلې دوره يي مشري په غاړه واخیسته.