د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1719099924)
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه ژوندانه چارې په چټکه توګه د نورمالیدو پر لورې روانې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې د ژوندانه چارې د نورمالیدو پر لورې روانې دي. پدې چوکاټ کې په هیواد کې د ۶۵ کلونو د عمر نه په لوړو عمر لرونکو او د ۱۸ کلونو نه د ټیټ عمر لرونکو باندې د کور نه د وتو بندیز لرې کړې شو. همداشان په هیواد کې د رستورانتونو، کافي خونو او چای خانو د تړولو ساعت د شپې د لسو نه ۱۲ بجو ته وغځول شو. همداشان په هیواد کې د سیمنا او تیاتر په څیر هنري مرکزونه د جولای د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د پرانیستو پریکړه وشوه. په هیواد کې د نکاح سالونونه به د جون د ۱۵ مې نیټې نه په اعتبار سره په فعالیت پيل وکړي. همداشان د ودنو سالونونه به د جولای د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره په فعالیت پيل وکړي.
د وطن ورځپاڼې « چاوش اوغلو: د ۱۲۵ هیوادونو د مرستو غوښتنې ته مو مثبت ځواب ورکړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د کرونا ویروس پدې حساسه دوره کې ترکیې د نورو هیوادونو سره هم د پام وړ مرستې کړي او د هر چا مرستې ته يي دنګلي دي. ترکیې تر اوسه پورې د ۱۲۵ هیوادونو لخوا د مرستې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی او دوې ته يي مرستې لیږلي او لیږولو ته دوام ورکوي. وزیر د کډوالو د مسئلې په اړه وویل چې ترکیه د کډوالو دا ستر او دروند بار په یواځې ځان نور نشي انتقالولی. پدې برخه کې همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لرو.
د حریت ورځپاڼې « په لیبیا کې د ترکیې نفوذ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو پخواني مرستیال میتیو برازا په لیبیا کې د ملي وفاق د حکومت د ځواکونو لخوا د کودتاچي حفتر ځواکونو ته د پرله پسې ماتو او پرمختګ په اړه وویل چې ، دا بریالیتوب په اصل کې د ترکېې دی. ترکیه په لیبیا کې د نفوذ خاوند هیواد دی او ترکیه لومړنی هیواد وو چې د مشروع حکومت نه ملاتړ کولو. د لیبیا په اړه د ترکیې سیاستونه او کړنې د ستاینې وړ دي . هغه ویلي دي چې حفتر د لیبیا د ویشلو او اشغالولو هڅه کوله.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې د پر حق او مظلومو نه ملاتړ ته ترجیح ورکړې » په انقره کې د قطر لوی سفیر سلیم مبارک الشافي د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په ۵ مه نيټه د سعودي عربستان په مشرۍ د متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر په ګډون د بعضو هیوادونو لخوا په قطر محاصره ولګول شوه چې دادې درې کلونه يي پوره شول. هغه وویل چې ترکیې پدې مسئله کې د بد نیتو هیوادونو پر خلاف د پر حق او مظلومو ترڅنګ ځای ونیو او د حق پلوي وکړه. ترکیې دا چلند په واقعیت سره چې د ستایلو وړ دی . قطر ترکیې ته ډیر زیات اهمیت او ارزښت ورکوي.
د خبرترک ورځپاڼې « بهرنیو پانګه والو ته اسانتیاوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د مالي مرکز د هدفونو په چوکاټ کې د نړۍوالو مالي بازارونو ستندردونو سره د سازګارۍ په خاطر ګامونه اوچتوي.د ترکیې د خزانې او مالیې وزارت د بلجیم د مرکزي بانک ایرو کلیز سره د همکاریو سره بهرني پانګه وال د خپلو کورنیو بانکي حسابونو سره کولای شي چې په ډیره اسانه توګه ترکي لیرې او ترکیې بانکي قیمت بها سندونو ته لاس رسی پيدا کړي.