د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1383840
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې « په ترکیه کې همغږي‌ د نړۍ لپاره نمونه د مثال شوه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخر الدین کوجا وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف روان مبارزه په نړۍ کې پدې برخه کې د روانو مبارزو سره ډیر زیات توپیر لري. هغه وویل چې په ترکیه کې د ټولو هیوادوالو لخوا په ګډه او یو غږ روانه مبارزه په نړۍ کې ساری نلري. ترکیې پدې مبارزه کې یو ډیر معتدل سیاست غوره کړی دی. ټولنیز روحي‌ حالت ته ډیره زیاته توجه کوي. د خطراتو برخې ډیرې زیاتې محدودې کړي‌ دي. په راتلوونکو ورځو کې به د ښو شوو ناروغانو شمیره ورځ په ورځ اعلان کړو. د ښو شوو ناروغانو شمیره ډیره زیاته ده.

 

د صباح ورځپاڼې « د روغتیا د وزیر لخوا پر ځوانانو غږ » د سرلیک لاندې لیکي‌ دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا دا ځل د هیواد په ځوانانو غږ وکړ چې د کورونو نه مه وځۍ . هغه د خپل ټویټر له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې  زه  پدې ډیر ښه پوهیږم چې ژوند د حرکت په معنا دی ، خو د یوې لنډ مودې لپاره باید دې رویې‌ ته تغیر ورکړو. خپل دې شعار ته باید تغیر ورکړو. ازادي‌ زمونږ په کورونو کې ده  او ژوند په کور کې ځایږي‌ شعار باندې پيل وکړو. د خپل ځان او نورو د ژوند په خاطر باید په خپلو کورونو کې کینو او بهر نشو.

 

د حریت ورځپاڼې  «‌ترکیې ته راغلي‌ سیلانیان نه غواړي‌ چې بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي »‌ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر یو زیات شمیر هیوادونو په سیاحت کولو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. دې تدابیرو د ګرځندوی سکتور د دریدو نقطې ته رارسولی دی. د ترکیې د سیاحتي‌ نماینده ګیو ټولنې بیا ویلي‌ دي‌ چې په ترکیه کې بیا د ګرځندوی سکتور د نورو هیوادونو په پرتله ډیر ښه دی. ځکه چې راغلي‌ سیلانیان نه غواړي چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « سوري‌ ډاکټران : د ویروس پر خلاف په مبارزه کې د دندې اخیستو غوښتنه کوو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په سوریه کې د کورنۍ جګړې له امله ترکیې ته راپناه شوي‌ او په غازي‌ انتپ‌ ولایت کې میشتو ۱۰۰ تنو سوري‌ ډاکټرانو په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف په روانه مبارزه کې پرته د کوم مادي‌ او معنیوي منافعو د دندې اخیستو غوښتنه کړې ده .

د نوموړي‌ سوري‌ ډاکټرانو استازي‌ داکټر مصطفی لولیک ویلي‌ دي‌ چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې دلته په ترکیه کې اوسیږو او ترک ورونو زمونږ نه ډیره ښه میلمه پالنه کړې ده. مونږ هم غواړو چې پدې خاوره کې خپلو ترک ورونو ته خدمت وکړو او پدې مبارزه کې  د هغوې سره اوږه په اوږه کار وکړو.

 

د وطن ورځپاڼې « د مارچ په میاشت کې د مصرف کوونکی د باور ایندکس لوړ شوی» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په ترکیه کې د مارچ په میاشت کې  تیرې میاشتې په پرتله د مصرف کوونکو د باور ایندکس یو عشاریه ۷ سلنه لوړ شوی دی. د فبروري‌ په میاشت کې ۵۷ عشاریه ۳ ایندکس د مارچ په میاشت کې ۵۸ عشاریه ۲ ته لوړ شوی دی. همداشان د راتلوونکو ۱۲ میاشتو لپاره د هیوادوالو د مالي‌ وضعیت ایندکس د تیرې میاشتې په پرتله ۲ عشاریه ۳ سلنې په لوړیدو سره ۷۸ عشاریه ۶ ته لوړ شوی دی.

 



اړوند خبرونه