د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

1380955
د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

 

د حریت ورځپانې « اردوغان : دوه میاشتې باید مقامت وکړو تر څو ددې بحران په ډیره ښه توګه خارج شو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ځانګړې توګه په تیرو ۱۷ کلونو کې د ترکیې د اساسي‌ خدماتو په برخو او بڼسټونو کې د ترسره شوو ستر بدلون له امله  مو د کرونا ویروس پر خلاف چې ټوله نړۍ د خپلو اغیزو لاندې نیولې ده په ډیره بریالۍ توګه مبارزه روانه کړې ده . ولسمشر اردوغان وویل چې پوره باور لرم چې ددې ستونزمند بهیر نه به انشاالله چې لا قوي‌ او پیاوړي‌ ووځو.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه به دا بهیر هم په مثبت فرصت بدل کړي‌ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په خاطر د سل میلیارده ډالرو مرستندویه  کڅوړې نه خبر ورکړ. هغه وویل چې ددې مهمو ګامونو د اوچتولو سره به د استخدام ، رښتني‌ سکتور او کسبه کارانو سره مرستې وکړو. د اړتیا په صورت  کې به نورې مرستې اعلان کړو. هغه وویل چې انشاالله چې دا بهیر د سالمې ادارې سره په یو ښه فرصت بدل کړو. انشاالله چې د اقتصادي‌ پلوه به د هغه هیوادونو په کتار کې ځای ونیسو چې ددې فرصت نه ښه استفاده وکړو.

د ینې‌ شفق ورځپاڼې « ۲۶ هیوادونو د کرونا ویروس په اړه د ترکیې نه د مرستو غوښتنه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې چې د کرونا ویروس پر وړاندې د قوي او بریالۍ مبارزې  په برخه کې د ټولې نړۍ توجه ځانته رااړولې ده یو زیات شمیر هیوادونو ترینه د مرستې غوښتنه کړې ده .

تر ننه پورېد اروپا د یو زیات شمیر هیوادونو په ګډون چین، ایران ، بلغاریا، ګرجستان په ګډون ۲۶ هیوادونو د ترکیې نه د طبي  ماشینونو او متخصصینو مرسته کړې ده .

د وطن ورځپاڼې « د روغتیا نړۍوال سازمان لخوا د خوښې ډک خبر » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روغتیا نړۍوال سازمان رئیس اعلان وکړ چې د نوي‌ ډول کرونا ویروس ضد واکسین لومړني‌ ازمایښتونه ترسره شول.

هغه په جینیوا کې خبري‌ غونډې ته وویل چې یو بې ساری خیال او خاطر نه لرې یو بریالیتوب مو ترلاسه کړ. د ویروس د جینیتیک تجزیې نه یواځې دوه میاشتې وروسته د یاد شوي‌ ویروس د ضد واکسین په ازمایښتونو پیل وشو.

د سټار ورځپاڼې « ترکیې د دوو اروپايي هیوادونو پر مخ مځکنې پولې او سرحدي‌ دروازې وتړلې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ایدرنه او قرقلرایلي‌ په ولایتونو کې د یونان او بلغاریا پر مخ مځکنې پولې او سرحدي‌ دروازې وتړلې. ترکیې ددې هیوادونو پر مخ ټول ټګ راتګونه وتړل.

همداشان د یونان نه ترکیې ته سمندري‌ سفرونه هم په موقتي‌ توګه ځنډول شوي‌ دي.



اړوند خبرونه