د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1718600435)
د ینې شفق ورځپاڼې ” اوربند “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په سوریه کې د اسد رژیم او روسیې لخوا د ملکي وګړو د قتل عامونو، د کډوالۍ د نوې څپو او ترکیې لخوا په ادلب کې د سپرلي ډال د پوځي عملیاتو د پیلولو له امله د ټولې نړۍ پام پرون په مسکو کې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو غونډې ته اوښتې وه. د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره ورځ په مسکو کې د ۶ ساعته غونډې نه وروسته په ادلب کې په اوربند په توافق ورسیدل. اوربند د تیرې شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره پیل شو.
د سټار ورځپانې ” التون : ترکیه د انساني فلاکت ننداره کولې نشي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخر الدین التون د سوري کډوالو په اړه په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې " ترکیه نه د لاسلیک کړو تړونونه لاس په سر کیږي او نه د اسد رژیم لخوا میلیونونو تنو بې ګناه او معصومو انسانانو کډوالۍ د خپلو پولو پر لورې اجازه ورکوي. رژیم په سیمه کې د تاوتریخوالي نه لا زیات فلاکت او بربادۍ ته لار هواره کړې ده . ترکیه هیڅوخت پدې انساني فلاکت سترګې پتولی نشي ."
د صباح ورځپاڼې ” د ترکیې نه چین ته صادرات ۵۰۰ سلنه لوړ شول “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نوي ډول کرونا ویروس له امله چین ته د ماسکونو ، تیارو جامو او نساجۍ د برخې صادرات ۵۰۰ سلنه لوړ شوي دي.
د ویلو ده چې په چین کې د کرونا ویروس له امله ډیری چارې په ټپه دریدلي دي چې د همدې امله دې هیواد ته د ترکیې نه د تیارو جامو، ماسکونو او نساجۍ توکو صادرات پیل شوي دي. یواځې د فبروري په میاشت کې دې هیواد ته د ۳۰ میلیونه او ۵۰۰ زرو ډالرو صادرات شوي دي.
د خبر ترک ورځپاڼې ” په ورځ کې لس تنه ترکان ډالري میلیونران کیږي “ د سلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان نایټ فرانک په نامه مالي مشورتي شرکت د خپور کړي راپور له مخې په ترکیه کې د ۲۰۱۹ کال نه په اعتبار سره د هغه میلیونرانو شمیره چې د یو میلیون ډالرو نه ډیره شتمني لري ۱۶۴ زره او ۹۳۸ تنو ته لوړه شوې ده . په راپور کې راغلي دي چې اټکل شوی دی دا شمیره تر ۲۰۲۴ کاله پورې ۱۸۳ زره او ۱۶۲ تنو ته لوړه شوي .
یاد شوي شرکت ویلي دي د اټکلونو له مخې په ترکیه کې په راتلوونکو پنځو کلونو کې هره ورځ یو تن ډالري میلیونر کیږي.
د حریت ورځپاڼې " د اروپا تر ټولو د ښو ۳۰ سواحلو په لست کې د ترکیې سواحلو هم ځای نیولی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ګارډین ورځپاڼې د سیاحت لیکوال د اروپا تر ټولو ښکلي ۳۰ سواحل ټاکلي دي. پدې لست کې د ترکیې ۵ سواحلو ځای نیولی دی.