د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د سټار ورځپاڼې ” اردوغان : که چیرې د اسد ځواکونه هر څه ژر ټاکل شو پولو ته ستانه نشي ، د یو په تن به سر پاتې نشي .“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمینه انقره کې په خپله وینا کې وویل چې ترکیې په ادلب کې د ۳۴ تنو سرتیرو د شهیدیدو نه وروسته عملیات لا په هر اړخیزه توګه پیل کړل. ولسمشر اردوغان د اسد رژیم ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ. که چیرې د اسد ځواکونه هر څه ژر ټاکل شو پولو ته ستانه نشي ، د یو په تن به سر پاتې نشي.
د خبرترک ورځپاڼې ” د کډوالو په مسئله کې په یونان د کورنیو چارو د وزیر غږ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د یونان د امنیتي ځواکونو لخوا پر کډوالو د اوښکې بهوونکو ګازو او ګازي بمونو د بریدونو او ناوړه چلند په اړه وویل ، یونان باید خپل مسئولیت پر ځای کړي. ددې هیواد پولو ته راغلو انسانانو د کډوالۍ وړاندیزونه وڅیړي او د کډوالو د نړۍوالو حقوقو له مخې چلند وکړي. هغه کسان چې باید ورته د کډوالۍ حق ورکړ شي باید ددې حق نه محروم نکړی شي. مونږ په یوناني چارواکیو د کډوالو په مسئله کې د نړۍوالو حقوقو د رعایت کولو او پدې حقوقو د عمل کولو بلنه ورکوو.
د ینې شفق ورځپاڼې ” ملګري ملتونه : ترکیه په ادلب کې ملکي وګړو ته د ضرر نه رسولو په خاطر د ډیر زیات دقت نه کار اخلي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ملګروملتونو سازمان د سوریې نړۍوال خپلواکه څیړنیز کمیسیون غړي هاني میګالي وویل چې " ترکیه د سوریې په ادلب کې ملکي وګړو ته د ضرر نه رسولو په خاطر د ډیر زیات دقت نه کار اخلي "
د حریت ورځپاڼې ” په ترکیه کې د ګرځندوی د سکتور خوځیدل “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په چین کې د کرونا ویروس له امله د سترو سیاحتي کښتیو کروویزر شرکتونو لرې ختیځ هیوادونو ته د خپلو سفرونو په لغوه کولو پیل کړی دی. ددې شرکتونو نوې ګذرګاه توره بحیره ده. دا سترې سیاحتي کښتۍ به د استانبول نه حرکت کوي لومړی به د سینوپ ولایت نه لیدنه کوي، وروسته ترابزون او بیا د ګرجستان د باتوم بندر ته به تیریږي. پدې ډول به د ترکیې د ګرځندوی سکتور لا پسې وده وکړي.
د صباح ورځپاڼې ” په انتالیا کې یو بل ستر ریکارډ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت د ۲۰۲۰ کال د نوو ریکارډونو سره پیل کړ.
د انتالیا ولایت د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ د جنوري په میاشت کې د ۳۸۸ زره او ۹۹۴ تنو سیلانیانو کوربه توب کړی دی. د ویلو ده چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې انتالیا ولایت ته د ۲۰۱۹ کال د همدې میاشتې په پرتله ۳۰ سلنه لا زیات ګرځندویان تللي دي. تمه کیږي چې د انتالیا ولایت سږ کال د ګرځندوی په برخه کې یو نوی ریکارډ مات کړي.