د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1369891
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان او پوتین مخامخ لیدنې مسئلې ته ځای ورکړی دی. یاد شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په خاطر د  مارچ په ۵ مه نيټه  مسکو ته سفر کوي. پدې لیدنه کې به په ځانګړې توګه د سوریې د ادلب پر مسئلې او وروستیو پرمختګونو خبرې وشي. همداشان پدې لیدنه کې به پوتین ته په ادلب کې د اسد رژیم ځواکونه  د ترکیې د څار نقطو د سیمو نه د په شا کولو په مسئلې خبرې وشي.

د حریت ورځپاڼې ” چاوش اوغلو : د ترکیې بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه به پرې کړو“

د سرلیک لاندې  لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  د ترکیې بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه به د سپرلي ډال په نامه  د پوځي عملیات سره مات کړو.

هغه  د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  د سوریې په ادلب سیمه کې د جګړې د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په موخه په میشتو ترکي ځواکونو د  فبروري په ۲۷ مه نيټه د اسد ځواکونو لخوا هوايي برید وشو چې ددې برید په ځواب کې  ترکیې پرون  په سوریه کې د سپرلي ډال په نامه  نوي پوځي عملیات رسمآ پیل کړل.

هغه ویلي دي چې " د فرات ډال، زیتون څانګې او سولې چینې د عملیاتو نه وروسته دادې اوس د سپرلي ډال پوځي  عملیاتو سره به زمونږ بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه مات کړو. الله تبارک و تعالی دی زمونږ د بیرغ په خاطر مبارزه کوونکو د ترکیې اتلانو حفاظت وکړي."

د سټار ورځپاڼې ” د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو لخوا په ټولیزه توګه برید د جګړې په تاریخ کې ثبت شو “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو تیره ورځ د سوریې د ادلب په سیمه کې د اسد پر ځواکونو چې د ملکي وګړو قتل عام ته دوام ورکوي د ملي امکاناتو سره جوړو کړو په وسلو سمبال په لسګونو ډرون الوتکو سره  دسته جمعي  برید وکړ چې دا برید د جګړې په تاریخ کې ثبت شو. پدې برید کې د اسد رژیم  یو زیات شمیر هدفونه په عینې وخت کې له منځه یوړل شول.

د ینې شفق ورځپاڼې ” د بلغاریا لومړی وزیر : هر څه باید د ترکیې سره مرسته وشي“ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د بلغاریا لومړي وزیر بویکو بوریسوف اروپا ته د لسګونو زره تنو کډوالو د ماتیدو نه وروسته  وویل چې د ترکیې په ګډون  هیڅ هیواد باید د کډوالو په مسئله کې یواځې پرینښودل شي. هر څه ژر باید د ترکیې سره مرسته وشي.

د صباح ورځپاڼې ” د انګلیس ورځپاڼې وړاندیز: د باامنه او ډاډمن رخصتي یواځنی ادرس ترکیه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ډیلي ایکسپرس ورځپاڼې  د پاسکالیا د رخصتي په خاطر  چې د اپریل په لسمه نیټه  پیلیږي خپلو لوستونکو ته د هیواد نه بهر د رخصتۍ تیرولو په خاطر ترکیې ته د سفر کولو وړاندیز کړی دی. یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي که چیرې غواړۍ چې د کرونا ویروس له پلوه په یو ډاډمن هیواد کې رخصتي تیره کړۍ ترکیې ته ترجیح ورکړۍ. ځکه چې دا هیواد د کرونا ویروس له پلوه تر ټولو ډاډمن هیواد دی.



اړوند خبرونه