د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1362347
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” د ولسمشر ویاند : ادلب ته به د  پوځي مهماتو او تجهیزاتو  لیږل دوام وکړي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن تیره ورځ  د وزیرانو د شورا د غونډې پر مهال خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې  په ادلب کې  اساس  د سوچي  هوکړه لیک دی. اسد ځواکونه باید هر څه ژر د سوچي په هوکړه لیک کې ټاکل شوو سرحداتو ته  ستانه شي. د ادلب او ملکي وګړو نه د دفاع په خاطر به سیمې ته پوځي مهماتو او تجهیزاتو لیږدولو ته دوام ورکړو.

د سټار ورځپاڼې ” چاوش اوغلو د یونان د ولسمشر پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود “

د سرلیک لاندې  لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د یونان د ولسمشر پروکوپیس پاولوپولوس لخوا د لویدیځې تراکیا نه د لیدنې پر مهال ، د سیمې د ترکي ټولنو نه " د یونان مسلمانو لږه کیو " په توګه د یادولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

چاوش اوغلو  د یونان د ولسمشر په غبرګون کې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي " د یو داسې هیواد  چې ځان د ډیموکراسۍ  زانګو بولي ولسمشر لخوا د مسلمانو ترکي ټولنو نه د  یونان د مسلمانانو په توګه یادونه کول  ډیره د خواشینۍ خبره ده. ځکه چې پدې اړه د اروپا د بشري حقونو  د محکمې څو جلا جلا پریکړې او حکمونه شتون لري. تاسې چې ورته څه وایاست مهمه نده. د لویدیځې تراکیا لږه کي ټولنې ترکان دي او ترکان به پاتې شي. "

د صباح ورځپاڼې ” په مسکو کې د ادلب د مذاکراتو په اړه د عمر چیلیک څرګندونې“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک پرون  د روسیې په پلازمینه مسکو کې   د ادلب د مسئلې په اړه د ترکیې او روسیې ترمنځه  د ترسره  شوو مذاکراتو په اړه څرګندونې وکړې. ترکیې  روسیې ته  په ډاګه وویل که چیرې  د اسد رژیم ځواکونه  د سوچي په هوکړه لیک کې ټاکل شوو سرحداتو ته په شا نشي  ترکیې وسله وال ځواکونه به دا کار د پوځي عملیاتو ته وکړي.

د حریت ورځپاڼې ” ترک محقیقین انترکتیکا ته ورسیدل “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انترکتیکا د محقیقینو څلورمه ملي ډله د ۱۵ زره کیلومتره  سفر نه وروسته انترکتیکا ته ورسیده. د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک ویلي دي چې د ترکیې د انترکتیکا څیړونکې ډله  په خیر سره  انترکتیکا ته ورسیده. نوموړې ډله به د یوې میاشتې تحقیقاتو نه وروسته بیرته هیواد ته راستنه شي.

د خبرترک ورځپاڼې ” د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کتابتون په رسمي توګه په فعالیت پیل کوي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې تر ټولو ستر  د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کتابتون چې د سلجوقي، عثماني او مدرنۍ معمارۍ سره  جوړ شوی دی سبا پنجشنبه په رسمي توګه پرانیزي. د ویلو ده چې دا کتابتون به د اونۍ ۷ ورځې او ۲۴ ساعته د لوستونکو پر مخ پرانیستې وي.

دا کتابتون چې په ۱۲۵ زره متر مربع په لویوالي سره جوړه شوې ده  په یو وخت کې د ۵۰۰۰ تنو ظرفیت لري.

ددې کتابتون د جوړولو چارې په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وې.

 



اړوند خبرونه