د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې ” اردوغان : د تولیداتو په برخه کې په ریکارډونو پيل شوی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په استانبول کې د تکنوپارک دویمه برخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته. ولسمشر اردوغان دلته به خپله وینا کې وویل چې د اقتصاد سره باور لوړیږي. همداشان د تولیداتو په برخه په نوو ریکارډونو پيل شوی دی.
د حریت ورځپاڼې ” چاوش اوغلو : لاروف ته وویل چې پر ادلب باید روان بریدونه ودرول شي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو چې د مونیخ په ۵۶ م امنیتي کنفرانس کې د ګډون په خاطر مونیخ ښار تللی دی هلته د نوموړي کنفرانس په چوکاټ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاروف سره لیدنه وکړه.
چاوش اوغلو د نوموړې لیدنې په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ښاغلي لاروف ته مو وویل چې پر ادلب باید روان بریدونه ودرول شي او په سیمه کې باید دوامداره اوربند ته زمینه برابره شي.
د وطن ورځپاڼې ” د ملي رادار چارې د ختمیدو په درشل کې قرار لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې لومړنی د ملکي هوايي چلند لپاره جوړ شوي رادار چارې د پایته رسیدو په درشل کې قرار لري. دا رادار به د ترکیې د غازي انتپ په ولایت کې نصب کړی شي. د غازي انتپ ولایت په هوايي ډګر کې د رادار ودانۍ او برج د جوړولو چارې د پایته رسیدو په حال کې قرار لري. همداشان دا رادار به د امتحانونو نه وروسته په خدمت پیل وکړي.
د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر وویل چې ددې رادار سره به زمونږ ملکي الوتکې لا په خوندي توګه الوتنې او ناستې وکړي.
د سټار ورځپاڼې ” ترکیې د صنایع په تولیداتو کې د اروپايي ټولنې نه خپه واړوله “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې د ۲۰۱۹ میلادي اکل د دسمبر په میاشت کې د کلني مقیاس په اساس د صنایعو تولیدات ۳ عشاریه ۶ سلنه راټیټ شوي دي د ترکیې د تولیداتو کچه ۸ عشاریه ۶ سلنه لوړه شوې ده . پدې ډول ترکیې د اروپايي ټولنې نه خپه واړوله.
د خبرترک ورځپاڼې ” ترکش ایرلاین د هوايي پل سره لاتینې امریکا سره د ترکیې سوداګریز حجم لوړ شوی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین لخوا د ترکیې او لاتینې امریکا ترمنځه د هوايي پل د جوړولو نه وروسته دې مسئلې د دواړو ترمنځه سوداګریز حجم د پام وړ لوړ کړی دی.
ترکش ایرلاین په ۲۰۱۹ کال کې لاتینې امریکا ته د ۲۰۱۸ کال کال په پرتله ۶۱ عشاریه ۵ سلنې په زیاتیدو سره ۳۵ زره ۴۱۵ ټنه کارګو او پوستې انتقال کړي دي.