د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1358781
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان : په ادلب کې په ترکي ځواکونو د بریدونو د دوام په صورت کې به مونږ هم  په هر سیمه کې د اسد د ځواکونو په ویشتو پیل وکړو“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان وویل چې په ادلب کې تر اوسه پورې ۱۴ تنه قهرمان ترک عسکر په شهادت رسیدلي دي. غواړم له دې ځایه اعلان وکړم چې ددینه وروسته په ادلب کې په ترکي‌ ځواکونو د کوچني‌ برید په صورت کې به ترکیې وسله وال ځواکونه د ادلب او سوچي هوکړه لیکونو کې ټاکل شوو سرحداتو ته ژمن پاتې نشي‌ او په هره سیمه کې به د اسد د رژیم په ځواکونو بریدونه پيل کړي.

د صباح ورخپاڼې ” په انقره کې مهمه لیدنه “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن تیره ورځ د سوریې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي جیمز جیفري  سره  ملاقات وکړ. پدې لیدنه کې دواړو خواوو  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په ادلب کې د اسد ځواکونو لخوا د ترکیې د څار په نقطو بریدونه د منلو وړ ندي.

ترکي ځواکونه د ادلب د هوکړه لیک پر بڼسټ  د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر په سیمه کې شتون لري. په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیه به په سیمه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر خپلې دندې ته په همدې شان دوام ورکړي.

د سټار ورځپاڼې ” امریکا : ترکیه د اف ۳۵ نوي نسل جنګي الوتکو د پروژې نه د ویستو سره د الوتکو بیه لوړیږي  او پلور کچه يي راټیټیږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال مالي بودیجه  چې ۴ عشاریه ۸ تریلیون ډالره ده کانګرس ته وړاندې کړه.

د بودیجې په وړاندیز کې د دفاعي مصارفاتو په برخه کې  یو مهم  پيغام شتون درلود. پدې برخه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي ، ترکیه د اف ۳۵ نوي نسل جنګي الوتکو د پروژې نه د ویستو سره د الوتکو بیه لوړیږي  او پلور کچه يي راټیټیږي.

د حریت ورځپاڼې ” د استانبول نوی هوايي ډګر د ترکیې د ۸۲ م ولایت په توګه خدمت کوي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د استانبول نوی هوايي ډګر د مساپرو د کوربه توب له پلوه د مصرف د ارقامو، مغازو، سوداګریزو مرکزونو  او په یو ښار کې د موجودو ټولو ادارو او اسانتیاوو سره  د ترکیې  د ۸۲ م ولایت په توګه خدمات وړاندې کوي.

د استانبول هوايي ډګر د ورځې د ۲۰۰ زرو تنو مساپرو د کوربه توب، ۱۲۰۰ پروازونو، هوټلونو، رستورانتونو، درمل پلورونځیو پورې  د هر ډول اسانتیاوو له پلوه  د یو ښار په توګه خپلو میلمنو ته خدمت کوي.

د خبرترک ورځپاڼې ” ۲۰۲۰ کال کې د پاترا د کال په توګه اعلان شو “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی  وزارت  ۲۰۲۰ کال کې د انتالیا ولایت د کاش په ولسوالۍ کې د پاترا انتیک او لرغونې کال په توګه اعلان کړ. ددې ښار لرغونوالی د میلاد نه مخکې ۸۰۰ کلونو ته رسیږي. ویل کیږي  په نویل بابا مشهور عزیز نیکولاوس  همد په همدې ښار کې زیږیدلی دی.



اړوند خبرونه