د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1357163
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې " مذاکرات بې نتیجې پایته ورسیدل " د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیره ورځ  د اسد رژیم د سوریې د ادلب په سیمه کې پداسې حال کې  د ترکیې په ځواکونو برید وکړ چې  په انقره کې د ترکیې او روسیې د هیئتانو ترمنځه د سوریې د ادلب د  مسئلې  په اړه مذاکراتو دوام  درلود. اسد رژیم  یو ځل بیا  د پارونکو اقداماتو په لړ کې په ترکي ځواکونو برید وکړ. پدې برید کې  ۵ تنه ترکي سرتیري شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان شول. ترکیې ددې برید په مقابل کې د اسد د رژیم په ۱۱۵ هدفونو متقابل بریدونه وکړل او ۱۰۱ تنه  د اسد عناصر يي له منځه یوړل.

د سټار ورځپاڼې ” سرار: سلوانیا، په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب نه ملاتړ کوي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سلوانیا د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر میرسلاو سرار وویل چې د ترکیې لخوا د کډوالۍ دا ستونزمند بحیر په ډیره  ښه توګه د اداره کولو له امله  ستاینه او قدرداني کوو. ترکیې ته د یو مهم  سیمه ایزو اکتور په سترګه ګورو  او پدې باور یو چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه  نږدي همکاریو کچه باید لا پسې قوي او لوړه شي. هغه وویل چې هیواد يي  په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب نه قوي ملاتړ کوي.

د صباح ورځپاڼې ” د ۵۰۰ میلیارد ډالرو پانګه وال په استانبول کې سره راغونډیږي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د نړۍوالې پانګه والۍ د تجارت د پرښتو انجمن   چې په نړۍ کې د پانګه والۍ او اقتصادي برخو کې د داوس د بدیل په توګه ترینه یادونه کیږي په استانبول کې غونډه کوي. دا غونډه  د فبروري په ۱۷ مه نيټه  د دوو ورځو لپاره جوړیږي.پدې غونډه کې به د ۹۲ هیوادونو نه ددې انجمن  غړي ګډون وکړي.

د خبرترک ورځپاڼې ” د ترکیې تر ټولو کوچنۍ مصنوعي سپوژمه کۍ د نوي زیلاند نه فضا ته توغول کیږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د زونګولداک ولایت د بولنت ایجیویت  د پوهنتون د ګریزو ۲۶۳ په نامه  د فضايي چارو د ډلې لخوا جوړه شوې دا کوچنۍ مصنوعي سپوږمه کۍ چې په امریکا کې د فضايي سپوږمه کیو په سیالۍ کې د نړۍ دویم مقام هم  ترلاسه کړی وو  پنځه سانتي متره ده. دا سپوږمه کۍ  د ترکیې تر ټولو د کوچنۍ سپوږمه کۍ  عنوان ترلاسه کړی دی. دا سپوږمه کۍ فضا ته د توغولو لپاره تیاری نیول کیږي. ویل کیږي یاده شوې سپوږمه کۍ به د نوي زیلاند نه فضا ته وتوغول شي. پدې اړه ټول قانوني مراحل پلي شوي او اجازې ترلاسه شوي دي.

د حریت ورځپاڼې ” د ترکیې توریزم  سکتور د چین د بدیل  په توګه  توصیه کیږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ له امله د اروپا نه چین ته د کانګرو په خاطر تلوونکو ته  د چین پر ځای ترکیې ته د تلو وړاندیزونه کیږي. ترکیه د چین  د ښه بدیل په توګه  ټول ته  وړاندې کیږي. سترې سیاحتي کښتۍ  چین ته د تګ پر ځای  ترکیې ته ترجیح ورکوي. پداسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې ترکیې ته ۲۴۷ سترې سیاحتۍ کښتۍ راغلې وې په ۲۰۱۹ کال کې دا شمیره  بیا  ۳۴۴ ته لوړه شوه. تمه کیږي چې دا شمیره  سږ کال  لا پسې لوړه شي.



اړوند خبرونه