د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1352888
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې ” د ادلب د خاین  برید په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونې  “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون اوکراین ته د سفر نه مخکې  خبري غونډې ته وویل چې په ادلب کې په ترکی سرتیرو د برید نه وروسته  ترکي ځواکونو  د اسد په ځواکونو  ځوابي  ګوزارونه او بریدونه کړي دي. ډیر سخت ځواب مو ورکړ او ورکولو ته به دوام ورکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد ، ملت او په ادلب کې د میشتو ورونو د امنیت او حفاظت په خاطر به خپلو عملیاتو ته  د پوره عظم  او ارادې سره دوام ورکړو. ددې ډول  پستو بریدونو سره  څوک  زمونږ د عملیاتو مخه نشي نیولی.

 

د حریت ورځپاڼې ” د خلوصي اکار لخوا د سوریې په پوله کې قوي پیغام “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاع  وزیر خلوصي اکار پرون  د وسله وال پوځ  د قومندانانو سره  یو ځای  د سوریې پولو صفري نقطې ته لاړ. هغه هلته په خپلو څرګندونو کې وویل چې  په ادلب کې  د ترکیې په ځواکونو د برید غچ اخیستل شوی  او لازم ګامونه اوچت شوي دي. هیڅوک باید  پدې برخه کې شک او شبهه ونلري.

د صباح ورځپاڼې ” د ټرمپ د سولې پلان چې په حقیقت کې پلورولو  سند دی د ټول عالم اسلام لخوا په ګډه توګه  رد شو “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  پرون  مو  د سعودي عربستان د جدې په ښار د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو تش په نامه  سولې پلان او د فلسطین په مسئلې  په ګډه توګه  خبرې او غور وکړ.

چاوش اوغلو د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  د اسلامي تشکیلاتو د سازمان په غونډه کې مو ګډون وکړ. د امریکا  د سولې پلان چې په حقیقت کې د پلورولو سند وو  د ټول عالم اسلام لخوا په ګډه توګه  رد شو. هر هغه څوک چې د فلسطین نه لاس په سر کیږي د الله امت  به هغه هیڅکله هم  ونه بښې.

د وطن ورځپاڼې ” د تجارت وزیره : د جمهوریت د تاریخ تر ټولو ستر ریکارډ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې  رخسار پیکجان وویل چې د روان میلادي کال  د جنوري په میاشت کې  د هیواد صادرات ۶ عشاریه ۱۰ سلنه  په لوړیدو سره  ۱۴ عشاریه ۸ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي دي.

هغې وویل  چې دا رقم  د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو ستر رقم  دی. هغې وویل چې  صادرات  د ترکیې  د اقتصاد د ودې سره  مهم رول  لري .

د خبرترک ورځپاڼې ” ترکیې  تیر کال ۲۷۷ میلیونه جوړې بوټان صادر کړي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، ترکیې چې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۴۹ میلیونه جوړې بوټان  صادر کړي وو خو تیر کال يي  بیا  صادرات  د ۱۱ عشاریه ۲ سلنې په لوړیدو سره  ۲۷۷ میلیونه جوړو ته  رسیدلي دي.

د ویلو ده چې ترکیې  تیر کال  د بوټانو د صادراتو نه  ۹۳۲ میلیونه  ډالره  عواید ترلاسه کړي دي. د ویلو ده چې تر ټولو  ستر صادرات روسیې ته ترسره شوي دي. همداشان  په دویم کتار کې تر ټولو ستر صادرات  عراق او په دریم کتار کې بیا جرمني ته ترسره شوي دي.  



اړوند خبرونه