د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1352090
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” د بهرنیو چارو وزیر : چین  ته مو طبي سامان الات ولیږل په ډیر زیات انعکاسات  یی پیدا کړل “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  ترکیې  د یوسف په نامه  په الوتکه کې  د چین د ووهان ښار ته  طبي  مرستې  او سامان آلات  ولیږل  چې  په نوموړي هیواد کې ډير زیات انعکاسات پیدا کړل. هغه وویل ترکیې  په ووهان ښار کې د میشتو ترکانو د تخلیې په خاطر  چین ته په استولي  الوتکه کې  طبي مرستې هم  واستولې. دا مرستې یواځې ترکیې او جاپان استولي دي. خو د ترکیې مرستو په چین کې ډیر زیات انعکاسات پيدا کړي دي. چینایانو وویل چې یواځې ترکانو زمونږ سره خپله دوستي ثابته کړه او مونږ يي ته مرستې راولیږلې.

د سټار ورځپاڼې ” د ترکیې د روغتیا وزارت د کرونا ویروس په اړه فوق العاده غونډه وکړه “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزارت تیره ورځ د روغتیا وزیر فخر الدین کوجا  په مشرۍ  د کرونا ویروس په اړه  فوق العاده غونډه وکړه. وزیر د نوموړې غونډې نه وروسته وویل چې ترکیې  د چین د ووهان ښار نه  تخلیه کړي  ترکانو کې  د کرونا ویروس  ندی  موندل شوی. په نوموړو کسانو کې  ددې ویروس  خطرات  صفر ته د راټیټولو په خاطر  به دا کسان  ۱۴ ورځې په قرانطین کې وساتل شي.

د وطن ورځپاڼې  ” د کرونا ویروس په مقابل کې د تدابیرو په خاطر  په کمرکونو کې لا قوي تدابیر نیول کیږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې  رخسار پیکجان  ویل چې د کرونا ویروس په مقابل کې د تدابیرو نیولو په خاطر یوه کاري ډله په دنده ګمارل شوې ده . هغې وویل چې  د روغتیا وزارت نه هم  پدې ډوله د ګډون په خاطر د متخصصینو غوښتنه شوې ده .

هغې وویل چې مونږ  به  خپل پروسونل  ددې ناروغۍ  نه د حفاظت  په خاطر  هر ډول  سامان الات  او   تجهیزات  برابر کړو. که چیرې  د چین نه کومه کښتۍ  راشي چې مونږ  پوره تدابیر ولرو او وشو کولای چې د خپل پرسونل حفاظت وکړو.

د حریت ورځپاڼې ” د ترکیې د موټرو سکتور د ۲۲ اروپايي هیوادونو نه  خپله اړولې ده“ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د موټرو سکتور تیر کال  د تولید  او صادراتو له پلوه د اروپا د ۲۲ هیوادونو نه خپه اړولې او دا هیوادونه يي شاته پریښې دي.

د اروپايي ټولنې د موټرو د تولیدونکو ټولنې  د شمیرو او اروپا د موټرو د سکتور د ارزیابۍ د راپور د شمیرو له مخې  په ۲۰۱۹ کال کې  د اروپا د موټرو سکتور  یو عشاریه ۴ سنله وده کړې .

د صباح  ورځپاڼې ” د CNR د کتابونو نندارتون پرانیستل کیږي  “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د CNR د کتابونو نندارتون سږ کال  د فبروري په ۶ مه نيټه  د نهو ورځو لپاره  د ایکسپور استانبول په نندارتون کې  پرانیستل کیږي.

د ویلو ده چې  دا نندارتون به  د سیمینارونو، کردي میزونو  او  علمي غونډو په ګډون د ۳۰۰ جلا جلا فعالیتونو کوربه توب وکړي.

د ویلو ده چې  پدې نندارتون کې به د څه باندې  ۳۰۰ کورنیو او بهرنیو مطبعو  او څه باندې ۵۰۰ مارکونو څه باندې  ۵۵۰ زره کتابونه د کتابونو مینه والو ته  نندارې ته وړاندې کړی شي.



اړوند خبرونه