د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ینې شفق ورځپاڼې ” د ناورین پر وړاندې د مبارزې رئیس : په زلزله کې د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې وروستي تن مړی راوویستل شو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې د ریاست رئیس محمد ګولواوغلو وویل چې د ایلازیغ په زلزله کې د نړیدولو ودانیو لاندې شوی د وروستي کس مړی راوویستل شو. هغه وویل چې پدې ډول په زلزله کې د مړو شمیره ۴۱ تنو ته لوړه شوه.
د صباح ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان : د لیبیا لپاره د لارې نقشه معلومه ده “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان درې هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې د الجزایر نه وروسته ګامبیا ته د سفر پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه د لیبیا په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د لیبیا په اړه د لارې نقشه معلومه ده. د ملګروملتونو سازمان او نړۍوالې ټولنې لخوا د مشروع حکومت په توګه منل شوی د ملي وفاق حکومت په مشرۍ اوربند باید هر څه ژر تطبیق او سیاسي بهیر پرمختګ وکړي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي چې د دفاعي صنایع لخوا ملکي سکتور ته د ډیرې مهمې ټکنالوژۍ د تولید په برخه کې لومړني ګامونه اوچت شول. دفاعي صنایعو د هیواد د وسله والو ځواکونو لخوا جوړ شوي ځانګړی ټکنالوژي ځايي او ملي مخابراتو سیستم جوړ کړی او په ۱۱ هوايي ډګرونو کې فعال شوی دی.
د خبرترک ورځپاڼې ” د ګرځندوی سکتور د روان کال په اړه ډیر زیات هیله مند دی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی سکتور د ګرځندوی د سیزن د پیلیدو نه مخکې ریزرویشنونو د روان کال لپاره هیلې راژوندۍ کړي دي. د ګرځندوی سکتور په وران کې کې د نوي ریکارډ ټینګولو تمه لري.
د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې د اجراییوي کمیټې رئیس تولګا کینجر وویل چې سر له اوسه ریزرویشنونو پيلیدو د ګرځندوی سکتور هیلې راژوندۍ کړي دي. هغه وویل چې تیر کال هم ۴۰ سلنه ګرځندویانو د وخت نه مخکې ریزرویشنونو د تخفیف نه ګټه پورته کړې وه تمه کیږي چې سږ کال هم ددې تخفیف نه یو زیات شمیر کسان ګټه پورته کړي.
د حریت ورځپاڼې ” د ولسمشر اردوغان لخوا د کوبي براینت په اړه پیغام “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د چورلکې د سقوط په پیښه کې د وژل شوي کوبي براینت په اړه پيغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې د کوبي براینت د مړینې له امله چې بې شمیره کسانو ته يي دا سپورت خوښ کړی دی ډیر زیات خواشینی یم. د باسکتبال د یو مینه وال او ترکیې د ولسمشر په توګه ددې سترې ضایع له امله د براینت کورنۍ او مینه والو ته تسلیت وړاندې کوم.