د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1347968
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې ” د ایلازیغ  د زلزلې په اړه  د ولسمشر اردوغان څرګندونې “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون  الجزایر ته د رسمي سفر د پیلولو نه وړاندې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې په ایلازیغ کې  د زلزلې د رامنځته کیدو سمدلاسه وروسته دولت  د خپلو ټولو امکاناتو سره  د زلزله ځپلو  مرستې ته  دنګلي دي. د زلزله ځپلو سره به د هیڅډول  مرستو  نه دریغ ونشي.

د ینې شفق ورځپاڼې ” مرستیال ولسمشر : مسلکي ډلې د ژغورنې چارو ته دوام  ورکوي“ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال  فواد اوکتای وویل چې په ایلازیغ  ولایت کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ترکیې ناورین د پلان په چوکاټ کې  د ژغورنې  چارې پیل شوې. فواد اوکتای  د ناورین او بیړنیو حالاتو د ادارې د بحران د تنظیم  د چارو د مرکز نه  د زلزلې او ژغورنې د چارو په اړه معلوماتو واخیستل  او ددې ادارې نه د ترسره کړو نه سټرې کیدونکو هڅه له امله مننه وکړه. هغه وویل چې د زلزلې په سیمه کې  په هر څه ډیر ښه حاکم یو. یوه ډیره  مسلکي ډله  په سیمه کې  د ژغورنې فعالیتونو ته دوام ورکوي. د ویلو ده چې په سیمه کې  د دوو تنو چې  د چپه شوو ودانیو لاندې  بند پاتې دي د ژغورنې چارې دوام لري.

د صباح ورځپاڼې ” د کورنیو چارو وزیر لخوا د زلزلې په اړه څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو  په ایلازیغ ولایت کې د ریشتر په کچه  د ۶ عشاریه ۸ په شدت سره  د زلزلې په اړه  څرګندونې وکړې. هغه وویل چې  ۴۵ تنه هیوادوال  د نړېدولو  ودانیو  د لاندې  نه  ژوندي ژغورل شوي دي. هغه وویل چې  زلزله ځپو سیمو ته  څه باندې  ۱۰ زره  خیمې  استول شوي دي.

د سټار ورځپاڼې ” د ترکیې د ریل پټلو  صادرات  ۱۴۷ سلنه لوړ شوي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د ریل ګاډو  او پټلو  صادرات په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۰۱۸ کال کې په پرتله  ۱۴۷ سلنه لوړ شوي دي. د ترکیې د اولوداغ د موټر جوړولو  سکتور  د صادراتو د ټولنې  د شمیرو له مخې  ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې  د ریل ګاډو او پټلو په برخه کې  ۲۷ میلیونه ۶۳۴ زره  ډالرو صادرات کړي وو چې په ۲۰۱۹ کال کې دا رقم  ۶۸ میلیونه ۴۵۷ زرو ډالرو ته  لوړ شو یدی.

د خبرتر ورځپاڼې ” جدي عثمان  د زلزله ځپلو سره  مرسته وکړه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا  د باسکتبال  په لیګ کې لوبیدونکی  د ترکیې نامتو باسکتبالر جدي عثمان  د ایلازیغ  د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولو کمپاین  پيل کړ. هغه  پدې  کمپاین کې  ۳۸۵ زره  امریکايي  ډالره  مرسته  راټوله کړه.



اړوند خبرونه