د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې ” چاوش اوغلو : په لیبیا کې د اوربند د دوام په صورت کې به نوموړي هیواد اضافه سرتیري وانستوو“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل ، په لیبیا کې د اوربند د دوام او مراعات کولو په صورت کې به ترکیې نوموړي هیواد ته اضافي سرتیري وانستوي. هغه وویل چې په لیبیا کې تر ټولو مهم مسئله د روانو نښتو درول دي. نوموړی هیواد باید سیاسي حل لارې ته توجه وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې ” د حفتر لخوا ملکي الوتکو د ویشتو ګواښ ترکیه لاس بری کوي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر ځواکونو د لیبیا د میتیګا پر هوايي ډګر د توغندیو بریدونه کړي دي. همداشان د طرابلس هوايي حریم ته نږدې کیدونکي مساپر وړونکې الوتکې د حفتر د ځواکونو لخوا په ویشتو ګواښل شوي دي. د ترکیې د هوايي ځاوکونو یو تن پخواني پیلوټ او قومندان تورنجرال بایزید قره تاش ویلي دي چې د حفتر د ځواکونو دا ډول ګواښونه په اصل کې ترکیه لاسبری کوي. ترکیې لیبیا ته د دافع هوا سیستم استولی دی. هغه ویول چې د ترکیې هوايي ځواکونه د حفتر هدفونه په ډیره اسانه توګه د لمنځه وړو توان لري. د اوربند په اړه باید حفتر فکر وکړي.
د سټار ورځپاڼې ” ستولتنبرګ : په ناټو سازمان کې مجبور یو چې د ترکیې پر اهمیت ځان پوه کړو“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ناټو سازمان عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ وویل چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډير مهم غړی او متحد هیواد دی. د ناټو په سازمان کې د ترکیې د غړیتوب پر اهمیت باید ځان پوه کړو. هغه وویل چې ترکیه د څو مهم لاملونو له امله د ناټو سازمان لپاره ډیر مهم غړی دی. ترکیه د ناټو سازمان د ماموریت او عملیاتو سره ډیره مهمه مرسته کوي. همداشان د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې رول او مجادله ډیره زیاته مهمه ده .
د حریت ورځپاڼې ” په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې د دفاعي او هوايي صادراتو کچه د ۲ عشاریه ۴ میلیارده ډالرو نه واوښته “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې د دفاعي او هوايي صنایعو صادرات د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړ شوي او ۲ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو نه هم اوښتي دي. د ترکیې په هوايي او دفاعي صنایع په برخه کې نږدې ۵۰ زره تنه پرسونل کار کوي.
نوموړی پرسونل د ترکیې د نوي نسل ملي جنګي الوتکې د جوړولو نه نیولې تر اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستم، مصنوعي سپوږمه کۍ، د سپوږمه کۍ د توغولو سیستم د یو زیات شمیر مهمو سیستمونو په جوړولو بوخت دي.
د وطن ورځپاڼې ” ترکیه د اقتصادي پلوه د ډیرو قوي اصلاحاتو نه تیر شو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې ترکیه د تولیداتو په برخه کې د یو ډیر قوي خصوصي سکتور خاوند هیواد دی.
هغه وویل چې د ترکیې نوي اقتصادي سیستم د میوو په ورکولو پيل کړی دی چې د بانکي سودونو د کچې او تورم د کچې راټیټیدو نه یادونه کولای شو.
هغه وویل چې نن ورځ د ترکېې مرکزي بانک د امریکا د مرکزي بانک په اندازه خپلواکه او مستقل دی.