د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5625/0a07/e267/5dd634cb34a3b.jpg?time=1719006800)
د صباح ورځپاڼې ” د لیبیا د کنفرانس اعلامیه خپره شوه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په لیبیا کې د دوامداره اوربند او موجودې ستونزې د سیاسي حل لارې له لارې د حلولو د بهیر د پیلولو په موخه د جرمني په پلازمینه برلین کې د جوړ شوي کنفرانس اعلامیه خپره شوه.
پدې اعلامیه کې د اوربند سربیره په لیبیا کې په جګړه کې ښکیلو خواوو پر ملاتړ کوونکو د پوځي فعالیتونو د پایته رسولو او د ملګروملتونو د وسلو د تحریم د مراعات کولو غږ شوی دی.
د خبرک ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان ، میچوتاکیس غلطه لوبه کوي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان لخوا د لیبیا کودتاچي او غیرې مشروع جنرال خلیفه حفتر ته د بلنې ورکولو او یونان ته د غوښتو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې د یونان د لومړي وزیر میچوتاکیس سره د ناټو په سرمشریزه کې نږدې یو نیم ساعت خبرې وکړې او هغه ته مو وویل چې د حفتر نه د ملاتړ سره د ترکیې سره اړیکې لا ترینګولوي او غلطه لوبه کوي.
د وطن ورځپاڼې ” د یاوز په نامه د تیلو پلټوونکې کښتې نوې دنده “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د یاوز د تیلو پلټوونکې کښتۍ په ختیځه مدیترانه کې د دریم برمه کارۍ د فعالیتونو د پیلولو په خاطر سویلي سیمو ته استول شوې د ه.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامي اقسوی ویلي دي چې ترکیه د شمالي قبرس ترک جمهوریت د خلکو حقونو نه دفاع ته ژمن یو او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې ددوې نه دا حق واخلي.
هغه وویل چې د قبرس ترکي جمهوریت پدې سیمه کې د سویلی روم د ادارې په اندازه حق لري.
د ینې شفق ورځپاڼې ” دولت په ۲۰۱۹ کال کې د صادراتو نه د ملاتړ په برخه کې یو ریکارډ جوړ کړی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پيکجان ویلي دي چې ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې د صادراتو نه د دولت د مرستې او ملاتړ له امله یو طلايي ښال دی.
هغه وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې دولت د صادارتو نه ۳ عشاریه ۲ میلیارده ترکي لیرې ملاتړ کړی دی. دا د ترکېې جمهوریت په تاریخ کې ریکارډ دی.
په ۲۰۲۰ کال کې به انشاالله چې د صادراتو نه د دولت ملاتړ لا پسې لوړ وي.
د سټار ورځپاڼې ” اروپايي ټولنه : د ترکیې سره مرستې به پرې نشي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، اروپايي ټولنې ویلي هغه ادعاګانې چې د ټولنې لخوا به پر ترکیې مالي مرستې پرې شوي او یا به پر محدودیتونه ولګول شي حقیقت نلري.