د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1719243990)
د حریت ورځپاڼې ” د دولمه باغچې په ماڼۍ کې مهمه لیدنه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې د دولمه باغچه ماڼۍ کې د لیبیا د مشروع ملي وفاق حکومت لومړی وزیر فیض السراج سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د لیبیا د مطابقت او پوځي همکاریو په مسئلو خبرې وشوې.
د وطن ورځپاڼې بیا د لیبیا په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند ابراهیم قالن څرګندونو ته ځای ورکړی دی. هغه په لیبیا او د سوریې د ادلب په ښار کې د اوربند په اړه وویل چې دا ټول د ترکیې د سوله ایزې ډیپلوماسۍ نتیجه ده.
هغه ویلي دي چې ډیپلوماسي په اصل کې د یو بحران اداره کول دي. زمونږ یواځنۍ موخه په هیواد او سیمه کې د سولې ، ثبات، امنیت او استقرار ټینګښت دی.
د ینې شفق ورځپاڼې بیا د لیبیا د مسئلې په اړه د ترکیې او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنې په اړه خبر ته ځای ورکړی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر سره د لیبیا د مسئلې په اړه د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو وزیرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د لیبیا سربیره د ختیځې مدیترانې پر پرمختګونو هم خبرې وکړې.
د صباح ورځپاڼې ” د استانبول په هوايي ډګر کې خوب یا ویده کیدو کابینونو په فعالیت پيل وکړ “ د رسلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول په نړۍوال هوايي ډګر کې د خوب یا ویده کیدو کابینونه چې د نړۍ په یو زیات شمیر هوايي ډګرونو کې شتون لري په فعالیت پیل وکړ.
د استانبول د هوايي دګر د خدماتي چارو مسئول شرکت ایګا د مساپرو د سهولت په خاطر د بهرنیو الوتنو په ترمینل کې د ایګا سلیپود په نامه د ویده کیدو ځانګړي کابینونه فعال او د مساپرو خدمت ته وړاندې کړل. مساپرو کولای شي چې ویده کیدو په خاطر دا کابینونه في ساعت د ۹ ایرو په بدل کې په کرا ونیسي.
د سټار ورځپاڼې ” د ساختماني چارو د سرته رسیدو سره به د ترکیې تر ټولو اوږد تونل عنوان ترلاسه کړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د غازي انتپ – عثمانيه او ادانا ولایتونه د ګړندي ریل ګاډي سره د نخولو د پروژې په چوکاټ کې جوړیدونکی د ۹۸۰۰ مترو په اوږدوالي سره تونل د ساختماني چارو ډیره برخه سرته رسیدلې ده .
په خبر کې راغلي دي چې نوموړي تونل ساختماني چارې د سرته رسیدو سره به په ترکیه کې تر ټولو د اوږد تونل عنوان ترلاسه کړي.
ویل کیږي د دوو ریل ګاډو د تګ او راټګ د لویوالي په اندازه طرحه او ډیزاین شوی دی . ددې تونل د جوړیدو سره به ۵ ساعته او ۲۰ دقیقې د ریل ګاډي لاره یو نیم ساعت ته راټيټه کړي.