د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1338344
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې ” اردوغان : لیبیا ته د سرتیرو د استولو نه په برخه کې په شا ګام نه پورته کوو “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ترکیه لیبیا ته د سرتیرو د استولو  په مسئله کې  د ملت په توګه  د یو ملت، یو بیرغ، یو وطن  او یو دولت  تر شعار لاندې  ډیره  ستره مبارزه کوي. دا سپیڅلې  مبارزه به  انشاالله چې  د یو ستر بري  سره تاجداره کړو. ولسمشر اردوغان وویل چې  هر  خنډ  مونږ  لا پسې  قوي کوي. بري ته د رسیدو پورې به  پدې برخه کې په شا ګام  اوچت نکړو. چیرته  چې لازم  وي  هلته  زو . دا چې  د چا سره  به  هلته مخامخیږو هیڅکله هم  اندیښنه نلرو.

د وطن ورځپاڼې ” ترکیه نه غواړي چې  عراق د بهرنیو ځواکونو د جګړې په میدان بدل شي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو  پرون د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې   د عراق نه لیدنه وکړه. هغه  د عراق د ولسمشر، لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره  د لیدونو نه وروسته  د خپل عراقي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. هغه دلته خبري غونډې ته وویل چې  غواړم  عراق ته د خپل دې سفر سره  ټولو ته یو ښکاره پيغام  ورکړم. عراق  یواځی  ندی. دا  سختې  شپې ورځې به انشاالله چې په ګډه  سره  حل کړو. مونږ  هیڅکله هم  نه غواړو چې عراق د بهرنیو ځواکونو  د جګړې په ډګر بدل شي.

د حریت  ورځپاڼې  ” د ترکیې  اقتصاد په ۲۰۱۹ کال کې د توقعاتو نه  ښه وده کړې “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې  د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  وویل چې  ترکیې په ۲۰۱۹ کال کې  د اقتصادي توقعاتو نه  لا ښه  اقتصادي وده کړې ده .

هغه وویل چې  د نوو سیاستونو  له برکته  د نړۍوالو سازمانونو د انتظاراتو  برعکس  ترکیې  ۲۰۱۹ کال د اقتصادي پلوه  ډیر  مثبت  شاته پریښود. ترکیه ۲۰۲۰ کال کې  لا د قوي  ګامونو سره  داخله شوه.

د ینې شفق ورځپاڼې ” په ایزمیر کې د ډبرو سکرو ستره زیرمه وموندل شوه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ازمیر  ولایت  د قنیک  په ولسوالۍ کې  د ډبرو سکرو یوه ډیره  ستره زیرمه وموندل شوه. د ترلاسه شوو  څیړونو په نتیجه کې  ویل شوي دي پدې  زیرمه  ۲۵۰ میلیونه ټنه  سکاره  شتون  لري. ویل کیږي  ددې  زیرمې نه به په کال کې  پنځه میلیونه ټنه  د ډبرو سکاره  اخراج شي. تمه کیږي چې  ددې زیرمې  نه د ۴۰ کلونو په دننه کې  ټول  سکاره  اخراج کړی شي.

د راتلوونکو څو میاشتو په دننه کې به ددې معدن نه د سکرو  په اخراجولو پيل وشي.

د سټار ورځپاڼې ” ترکیه : د استرالیا  لخوا د لسو  زرو  پورې  اوښان  له منځه وړو څرګندونې  د اندیښنې وړ  دي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا  ګوند  ویاند  عمر چیلیک  ویلي دي  په استرالیا کې  د بیلا بیلو  لاملونو  او د نسل د ډيریدو له امله  د لسو زرو تنو  اوښانو  د لمنځه  وړو  خبر  د اندیښنې  وړ  دی. هغه ویلي دي چې د استرالیا حکومت  ددې اوښانو د لمنځه وړو پر ځای باید  بله  د حل لار پیدا کړي.

هغه وویل چې په استرالیا کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوو اورلګیدنو له امله یو زیات شمیر انسانانو ژوند  دلاسه ورکړ، حیوانات  او  بوټي  تلف  شول. یو زیات شمیر  ساه لرونکي  له منځه  لاړل. ددې  د پاسه  د حکومت لخوا د ۱۰ زره  اوښانو د لمنځه وړو  پلان  بیا یو ډیر  بې رحمه پلان  دی او کیدای شي چې دا د ټولو درد  او غم  لا پسې  ډیر کړي. دا یوه  غلطه پریکړه ده. دې مسئلې باید د حل مناسبه لار وموندل شي.



اړوند خبرونه