د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1719166264)
د صباح ورځپاڼې ” د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ترکیې د ملي استخباراتو د تشکیلاتو نوې ودانۍ د پرانیستو په مراسمو کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکېې ملي استخباراتو تشکیلاتو په ډیرو مهمو مسایلو کې ډیر مهم رول لوبولی او مهم مسئولیتونه يي په غاړه اخیستي دي. په ځانګړې توګه د سوریې د بحران د پیل راهیسې په ساحه کې ډیر فعاله رول لوبولی دی او د هیواد نه بهر زمونږ د عملیاتو د بریالي کیدو په لاره کې رغنده رول درلودلی دی. اوس په لیبیا کې خپل مسئولیت په ډیر احسن توګه پر ځای کوي. زه د زړه د تل نه باور لرم چې زمونږ د استخباراتو تشکیلات به د دولت او ملت د ملي منافعو نه د تل لپاره دفاع ته دوام ورکړي.
د خبرترک ورځپاڼې ” د سلیماني په اړه د چاوش اوغلو څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې امریکا لخوا د قدس ځواکونو قومندان ایراني جنرال قاسم سلیماني وژلو د سیمې امنیت او استقرار په جدي توګه د تهدید سره مخامخ کړی دی. چاوش اوغلو دا څرګندونې پرون د ۲۰۱۹ کال اړوند د بهرنيو سیاستونو د ارزونې په غونډه کې وکړې. هغه د قاسم سلیماني د وژنې په اړه وویل چې دې مسئلې سیمې امنیت او استقرار د جدي تهدید سره مخامخ کړی دی. ددې ستونزې د حل په خاطر او یا لږ تر لږه د تشنج د کچې د راټيټولو په خاطر به د نورو هیوادونو سره په ګډه هلې ځلې وکړو.
د سټار ورځپاڼې ” ۲۰۱۹ کال د موټرو سکتور لپاره تر ټولو ښه کال وو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موټرو سکتور په ۲۰۱۹ کال کې صادرات ۳۰ عشاریه ۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي. دې سکتور تیر کال د موټرو د صادراتو په برخه کې هم د کلني صادراتو ټاکلي هدف او او د میاشتنیو صادراتو لپاره ټاکلي هدف ته ورسیدل.
د وطن ورځپاڼې ” ترکیې په ۴ میاشتو کې ۱۵۸ زره ټنه د فندق مغز صادر کړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په تیرو ۴ میاشتو کې ۱۵۸ زره ټنه د فندقو مغزیات صادر کړي او یو میلیارده ۹۳ میلیونه ۵۳۷ زره او ۵۱۴ ډالره عواید يي ترلاسه کړي. د تورې بحیرې د فندقو او اړوند توکو د صادراتو ټولنې د شمیرو له مخې ترکیې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال د سیزن په لومړنیو ۴ میاشتو کې یعنې د سپټمبر د لومړۍ نیټې او دسمبر د ۳۱ میاشتو ترمنخه په موده کې ۱۵۸ زره ټنه د فندقو مغز صادر کړي دي.
د حریت ورځپاڼې ” په ۲۰۱۹ کال کې د انتالیا د ګرځندوی په سکتور کې د روسیې بازار ریکارډ مات کړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې د انتالیا ولایت ته د راغلو هرو درو تنو سیلانیانو نه یو تن د روسیې وګړی وو.
د انتالیا ولایت د کولتور او ګرځندوی ریاست د شمیرو له مخې تیر کال انتالیا ولایت ته د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۷ عشاریه ۱۴ سلنه لا زیات ګرځندویان راغلي وو. انتالیا ولایت ته تیر کال ۱۵ میلیونه ۶۴۴ زره او ۱۰۸ تنه ګرځندویان راغلي وو چې ددوې د جمع نه يي ۵ میلیونه ۵۸۲ زره او ۷۶۳ تنه يي د روسیې وګړي دي.