د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1718971689)
د حریت ورځپاڼې ” په امریکا او ایران د اعتدال غږ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د امریکا لخوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو له امله رامنځته شوی تشنج کچه باید راټیټه کړی شي. هغه په دواړو خواوو د اعتدال غږ وکړ. ولسمشر اردوغان تیره شپه د یو خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل " مخکې ددینه چې د روان تشنیج نه ټولې خواوې ډیر ستر زیان وویني دا مسئله باید تر کنټرول لاندې راولو."
د صباح ورځپاڼې ” چاوش اوغلو د خپل قطري سیال سره خبرې وکړې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې دواړو وزیرانو د امریکا لخوا د ایران د قدس د ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د وژنې په مسئلې خبرې وکړې.
د وطن ورځپاڼې ” د بهرنیو چارو وزارت : په ډیره کلکه توګه يي غندو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو لخوا د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې په حربي پوهنتون ترسره کړی هوايي برید په ډیرو کلکو ټکو وغنده. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې ترکیه په طرابلس کې په حربي پوهنتون ترسره شوی خونړی او ضد انساني برید په کلکو ټکو غندي. پدې برید کې د وژل شوو لیبیايي ورورنو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او کورنیو ته يي د جمیل صبر غوښتنه کوو.
د سټار ورځپاڼې ” ملي دفاع وزارت : د سوریې راتښتیدلي دوه تنه ترهګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د پ ک ک ترهګرې ډلې دوه تنه غړي چې د سوریې نه راتښتیدلي وو د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د سوروچ په ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړل. ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په سوریه کې د پ ک ک وای پ جي ترهګرو نه تښتې دوام لري چې پدې چوکاټ کې دوه تنه ترهګر پرون امنیتي ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړل.
د ینې شفق ورځپاڼې ” د بلغاریايي او یوناني ګرځندویانو د خوښې ځای ایدرنه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ایدرنې ولایت تیر کال د ۲ میلیونه او ۷۳۶ زره او ۸۶۵ تنو بلغاریايي او یوناني ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. د ایدرنې ولایت د سوداګرو او صنایع خونې رئیس رجب زبکن کورت ویلي دي چې ۲۰۱۹ کال د ایدرنې ولایت لپاره یو ډیر ښه او پر برکته کال وو. دې ښار په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندوی د سکتور نه ۲۷۰ میلیونه ایرو ترلاسه کړي دي چې د هیواد د اقتصاد سره مرسته کړې ده . هغه ویلي دي چې سږ کال مو هدف پنځه میلیونه تنه بلغاریايي او یوناني ګرځندویان دي. ډیری ګرځندویان د کورونو د اجناسو او خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر ترکیې ته راځي او دلته شیان رانیسي.