د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1718904640)
د صباح ورځپاڼې ” د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای لخوا د لیبیا او ختیځې مدیترانې په اړه غوڅ پیغامونه : مونږ د چټلو پلانونو د شنډولو په خاطر هلته شتون لرو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای تیره ورځ د هیواد د مهمې اجندا په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. هغه د لیبیا او ختیځې مدیترانې د پرمختګونو په اړه وویل " زه په هغه برخو چې وايي په لیبیا او قبرس کې څه کار لرۍ غږ کوم. مونږ د ترکیې پر خلاف د جوړو شوو شومو پلانونو د شنډولو په خاطر هلته یو."
د حریت ورځپاڼې ” د ترکیې د بوردور ولایت د سالدا جهیل د ګرځندویانو توجه ځانته رااړولې ده “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بوردور ولایت د یاشیل اوا ولسوالۍ د سالدا جهیل د شفافو او سپینو شګیو او رڼو او تکو شنو اوبو سره د ګرځندویانو توجه ځانته رااړولې ده . د ویلو ده چې دا سیمه د ترکیې د مالدیف په نامه هم مشهوره ده. دې سیمې په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندویانو په برخه کې نوی ریکارډ مات کړ. د بوردور ولایت والي حسن شالداق ویلي دي چې په ۲۰۱۹ کال کې د سالدا جهیل نه یو میلیون او ۴۰۰ زرو تنو ګرځندویانو لیدنه کړې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې ” ترکش ایرلاین ۴ نوو بهرنیو نقطو ته د الوتنو پلان جوړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین عمومي رئیس ایلکر ایجي وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې د الوتکو د زیاتولو سربیره ۴ نوو نقطو ته د الوتنو د پیلولو پلان هم جوړ کړی دی. هغه ویلي دي چې د پلان له مخې د ایکواتور د مالابو ښار، جاپان د هانیدا ښار، د امریکا د نیوارک ښار او د کاناډا د ونکوور ښارونو ته به مستقیمې الوتنې پيل کړي. پدې اړه ټول پلانونه جوړ او چارې سرته رسیدلي دي.
د وطن ورځپاڼې ” ترکیه خپلې جنګي بیړي په خپلو ملي سافټ ویر پروګرامونو سمبالوي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې تر ټولو ستره جنګي بیړۍ ټي سي جي انادولو په نړۍ کې تر ټولو د پرمختللي جګړه ایز سیستمونو نه یو د ادوینټ په سیستم سمبالیږي. پدې کښتۍ کې به دا نوی سیستم نصب کړی شي.
د سټار ورځپاڼې ” د ترکیې خواړو په سویلي کوریا کې اتلولي وګټله “ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې مشهورو اشپزانو د سویلي کوریا په پلازمینه سیئول کې جوړه شوې د خوړو پخولو او لذت په مشهور د ټاپ شیف پریکس په نړۍواله سیالۍ کې ګډون وکړ. د ترکیې اشپزانو پدې سیالۍ کې لس د سروزرو مډالونه ترلاسه کړل.