د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې ” اردوغان : مونږ په اروپا کې کوربانه یو میلمانه نه یو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان وویل چې ترکان په اروپا کې بیګانه ندي.
هغه وویل " مونږ په اروپا کې پسمانده خواره نه یو او بیګانه هیڅ نه یو. مونږ لکه د تاریخ په اوږدو کې نن ورځ هم په اروپا کې کوربانه یو. د کور خاوندان یو. "
ولسمشر اردوغان په سویس کې پر میشتو ترکانو غږ وکړ " تاسې د یو داسې باوجدان او با مرحمته ملت بچیان هستۍ چې د پيړیو پیړیو راهیسې مظلوم او بې وسو ته په خپله سینه کې ځای ورکړی او ټولې نړۍ ته پدې برخه کې نمونه د مثال دي. د همدې امله تاسې هر یو باید په خپلې ژبې، کولتور، دین او بیرغ افتخار وکړۍ. تر ټولو مهم په خپل اصلي هویت افتخار وکړئ.
ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ د سیاست نه نیولې تر تجارته، ټولنیزو برخو او ژوند په هره برخه کې د ترکانو بریالیتبونه مونږ ته ویاړ رابښي. مونږ پر تاسو افتخار کوو.
د خبرترک ورځپاڼې د پ ک ک ترهګري سازمان په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی. ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکلي دي چې ترکیې امنیتي ځواکونو په هیواد کې دننه او بهر د پ ک ک ترهګرې ډلې ته داسې ګوزارونه ورکړی دي چې په تاریخ کې ساری نلري.
ولسمشر اردوغان وویل چې په ځانګړې توګه په تیرو ۳ کلونو کې د ترسره کړو ۳ جلا جلا پوځي عملیاتو سره مو هم د هیواد سویلي پولې پاکې کړي او هم مو پلان شوی د ترهګرو دولت پروژه شنډه کړه. همداشان د سوریې مځکنۍ بشپړتیا مو وساتله.
د صباح ورځپاڼې ” د لیبیا سره د پوځي همکاریو تړون تصویب شو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او لیبیا ترمنځه د امنیتي او عسکري همکاریو تړون تیره ورځ د ترکیې د ملي شورا د بهرنیو چارو د کمیسیون لخوا د منل کیدو نه وروسته تصویب کړی شو.
د ویلو ده چې په کمیسیون کې دا تړون د ساعتونو بحثونو نه وروسته د رایو په اکثریت سره تصویب شو.
د ینې شفق ورځپاڼې ”د ترکیې وسله وال ځواکونه : د لیبیا د غوښتنې په صورت کې نوموړي هیواد ته تلو ته تیار یو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې حکومت د لیبیا د ملي روغې جوړې حکومت ته چې د خلیفه حفتر د ځواکونو د بریدونو او فشارونو لاندې قرار لري د پوځي مرستې وړاندیز کړی دی. د رتکیې وسله والو ځواکونو د لیبیا حکومت سره هر ډول مرستو ته تیاری نیولی دی. همداشان د ترکیې وسله وال پوځ لیبیا ته د سرتیرو د استولو په خاطر جنګۍ کښتۍ او الوتکې اماده کړي دي.
د حریت ورځپاڼې ” په پاموک قلعه کې هوټلونه ډک شوي دي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نوي کال د رارسیدو سم د ترکیې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه په پاموک قلعه سیمه کې هوټلونه وار د مخې ډک شوي دي. د تیر کال په څیر سږ کال هم ګرځندویانو وار د مخه په یاده شوې سیمه کې په هوټلونو کې د ځایونه جلا کړي دي.
ویل کیږي هوټلونه ۹۰ سلنه ډک دي. دا چې نوي کال د اونۍ په منځ کې ده د همدې امله د ځايي ګرځندویانو نه لا زیات بهرنیو ګرځندویانو هوټلونه ډک کړي دي.