د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې ” د ترکېې او لیبیا ترمنځه تړون “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې او لیبیا په سمندر کې د خپلو سیمو د معلومولو په اړه تړون لاسلیک کړ. د ویلو ده چې د ترکیې او لیبیا ترمنځه لاسلیک شوی دا تړون به د یونان او سویلي قبرس لخوا د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې روانو د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې اقداماتو ته د پای ټکی کیږدي. ددې تړون له مخې ترکیه او لیبیا په سمندر کې سره ګاونډیان شول. ترکیه ددینه وروسته په ختیځه مدیترانه کې ټول هغه پرمختګونه چې دترکیې منافع د خطر سره مخامخوي په مقابل کې د ګیریت ټاپو نه په اعتبار سره دریدلی شي.
د صباح ورځپاڼې ” چاوش اوغلو : ماکرون د ترهګرو حمایت کوونکی دی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون غوښتل چې د سوریې په شمال کې یو ترهګریز دولت جوړ کړي چې ترکیې د سولې چینې د عملیاتو سره د هغه پلانونه او خیالونه په سیند لاهو کړل. چاوش اوغلو د ماکرون د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې د ماکرون څرګندونې زمونږ لپاره د ذرې په اندازه اهمیت نلري ځکه چې هغه د ترهګرو حمایت کوونکی دی.
د سټار ورځپاڼې ” البیرق په پانګه والو غږ وکړ چې په ترکیه کې د پانګه اچونې فرصت د لاسه مه ورکوۍ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې په اقتصادي برخو کې د اوچتو شوو مهمو ګامونو او نیول شوو قوي تدابیرو له کبله د ۲۰۱۹ کال اقتصادي تابلو د اټکلونو نه ډیر ښه او مثبته ده. هغه وویل چې اقتصاد د ځان په راټولو پیل کړی دی او په قوي توګه به ودې ته دوام ورکړي. هغه په نړۍوالو پانګه والو غږ وکړ چې د ترکیې ستراتیژیک موقعیت او فرصتونه د لاسه مه ورکوۍ. ځکه چې ترکیه د بااستقراره او ځواکمن اقتصادي بڼسټ سره په ډیرو ثابتو ګامونو خپلو ټاکلو هدفونو پر لورې روان دی. د ترکیې فرصتونه د لاسه مه ورکوۍ. هغه څوک چې دا فرصت د لاسه ورکوي هغه به وروسته ډير سخت پښیمانه شي.
د خبرترک ورځپاڼې ” موبییوس : ترکي لیرې واخلۍ او ګټه وکړۍ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه مشهور د پانګه والۍ متخصص مارک موبییوس پانګه والو ته په ترکی لیرو د معاملې کولو توصیه وکړه. د ویلو ده چې نوموړی د باسفورس په غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته راغلی دی.
هغه دلته پانګه والو ته په خطاب کې وویل " که چیرې په لاس کې ترکي لیرې ولرۍ نو په یو ښه ترکي شرکت کې سرمایه ګذاري وکړۍ. د هغه کسانو نه چې ډالر ساتې تاسې ډیر ګټه کولای شۍ. هغه د بیلګې په توګه ترکیې د هوايي کرښو د سرکت ترکش ایرلاین د بریالیتبونو نه یادونه وکړه. هغه ویل که چیرې د ترکيې یو شرکت پدې اندازه وده کولای شي ایا ترکیه څه کولای شي؟
د حریت ورځپاڼې ” فیفا د فوټبال د لوبډلو درجه بندي اعلان کړه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فیفا لخوا د خپور شوي لست له مخې د ترکیې د فوټبال ملي لوبډله د نوامبر په میشت کې د نړۍ ۲۹ مه لوبډله ټاکل شوې ده . د ترکیې د فوټبال لوبډلې د تیر لست په پرته پرمختګ کړی دی.