د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې ” مهمې غونډې ۴ ساعته دوام وکړ “ د سرلکی لاندې لیکلي دي، پرون په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه. دې غونډې ۴ ساعته او لس دقیقې دوام وکړ. د ملي امنیت شورا د غونډې نه په وروسته په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې په غونډه کې د سوریې په شمال کې د ترکیې د سولې چینې په پوځي عملیاتو خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې دا عملیات به خپلې موخې ته د رسیدو پورې دوام وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې ” اکار: د اس ۴۰۰ توغندي ترکیې ته سپارولو بهیر د پلان په مطابق پر مخ روان دی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د اس ۴۰۰ اوږد واټنه توغندیو ترکیې ته د سپارولو د بهیر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " هر شی ډیر ښکاره دي. هر شی په نورماله توګه پرمخ روان دي. د پلان په مطابق پرمخ روان دی. "
همداشان اکار په سوریه کې روان د سولې چینې عملیاتو په اړه هم وویل چې په ډیر بریالیتوب سره پرمخ روان دي.
د صباح ورځپاڼې ” د چاوش اوغلو مهمې څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه وویل
" ترکیې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د نه فعالولو او یا نه استفادې په اړه د هیچا سره کومه ژمنه یا تعهد ندی کړی. مونږ دا سیستم د اړتیا له مخې اخیستی دی ."
د ینې شفق ورځپاڼې ” د ترهګري سازمان نه تیښتې دوام لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وان ولایت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ریاست لخوا ترهګرو ته د قناعت ورکولو د چارو په چوکاټ کې پرون ۲ تنه ترهګر د شرناق په ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول . په ۲۰۱۹ کال کې د یاد شوي ریاست لخوا ترهګرو ته د قناعت ورکولو په چوکاټ کې ۲۳۵ تنو خپلې وسلې په مځکه ایښې او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د سټار ورځپاڼې ” د صنایع او تکنالوژۍ وزیر زیری “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی وارانک پرون وویل چې د چټک ریل ګاډي د تولید د ملي پروژې په چوکاټ کې به لومړنی امتحاني چټک اورګادی په ۲۰۲۳ کال کې په فعالیت پیل وکړي.
هغه وویل چې په عینې ډول سره د سمندري تکنالوزۍ او کښتیو د په برخه کې هم د رقابت د طاقت د لوړولو په خاطر پروژې د لاس لاندې نیول شوي دي .