د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5625/0a07/e267/5dd634cb34a3b.jpg?time=1719189618)
د وطن ورځپاڼې ” د ترکیې او قطر ګډه بیانیه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په قطر کې د ترکیې او قطر ترمنځه د ستراتیژیکو همکاریو د کمیټې په پنځه غونډه کې د ګډون نه وروسته دواړو هیوادونو ګډه اعلامیه خپره کړه. پدې اعلامیه کې راغلي دي چې ترکیې او قطر په سوریه کې د ترهګرۍ د لمنځه وړو او پایته رسولو، د منځني ختیځ په سیمه کې د سولې او ثبات تاسیس، قبرس او فلسطین د موجودو ستونزو د حل په خاطر ځینې ګډ تصامیم نیولي دي.
د حریت ورځپاڼې ” د روسیې ولسمشر پوتین ترکیې ته راځي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین ویاند دیمتري پیسکوف وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د نوي کال د جنوري د میاشتې په لومړنیو شپو او ورځو کې ترکیې ته سفر وکړي. هغه ویلي دي چې ولسمشر پوتین به په ترکیه کې د ترک جریان د ګازو د نللیکو د پروژې د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړي. د ویلو ده چې ددې نللیکې سره د روسیې او تورې بحیرې ګاز د ترکیې له لارې د اروپا بازارونو ته انتقالیږي.
د سټار ورځپاڼې ” ملي پروګرام به د هوايي حریم په کنټرول کې وکارول شي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مارتي په نامه په کامله توګه د ملي او ځايي امکاناتو سره جوړ شوی سیستم به په ۲۰۲۲ کال کې په فعالیت پيل وکړي. د ویلو ده چې دا سیستم به د ترکیې په هره الوتکه، په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو ته نصب کړی شي. ددې پروګرام او سیستم له برکته به د ترکیې وسله وال ځواکونه لا زیات لاسبري شي. همداشان په سمندر کې به هم په کامله توګه کنټرول ترلاسه کړي. د ویلو ده چې دا ځايي او مالي پروګرام به د فرانسې نه د ترلاسه شوي سیستم او پروګرام پر ځای وکارول شي. د مارتي په نامه جوړ شوی ملي پروګرام د فرانسوي پروګرام په پرتله لا چټک ، پرمختللی او قوي دی.
د ینې شفق ورځپاڼې ” د مانیسا ولایت نه چین ته ممیزو صادرات پیل شول “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د لرې ختیځ په هیوادونو کې ترکي توکو بازار د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ودې دی. ویل کیږي خلک ترکي توکو هم د خوند، هم د بیې د ټیټوالي او د کیفیت پلوه ترجیح ورکوي.
د فندقو صادرات څو برابره شوي دي. دادی اوس چین ته د ممیزو په صادراتو پيل شوی دی.
د ترکیې د وچې میوې یو تن مشهور تجار اوزګور تاریم چې د نوامبر د میاشتې په پیل کې په چین کې په جوړ شوي نندارتون کې ګډون کړی وو ویلي دي چې پدې نندارتون کې د چین د و خوراکي توکو د یو ډیر قوي شرکت جوفجو سنډري سره مذاکرات وکړول.
همداشان د لاسلیک شوي تړون له مخې زمونږ شرکت به د ۲ کلونو په دننه کې پر چین د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت ممیز صادر کړي.